د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین بیا پېل شو

اطلاعات روز: د طالبانو روغتیا وزارت د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د بیا پېل خبر ورکړی دی. دا کمپاین د روان کال له وږي میاشت راهیسې ځنډیدلی و.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ایکس کې پر خپله پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دا کمپاین نن (دوشنبه، ۷ د تلې) پېل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

نوموړي ویلي، چې د دې کمپاین پرمهال به ۶.۲ میلیونه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند نه ده په ډاګه کړې چې د پولیو واکسین په کومو ولایتونو کې پېلېږي.

په کابل، ننګرهار او لغمان کې ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته په دې ولایتونو کې د واکسین د پیلېدو خبر ورکړی دی.

په کابل کې یوې سرچینې وویل، چې د واکسین اوسنی کمپاین کور په کور نه دی او واکسیناتوران په هره کوڅه او محله کې یو مشخص ځای مېشتېږي او بیا ماشومان واکسین کوي.

طالبانو د روان لمریز کال له وږي میاشت راهیسې په افغانستان کې د واکسین د تطبیقېدو مخه نیولې وه.

طالب چارواکو رسما د واکسین د پولیو ځنډېدل نه و تایید کړي، خو د دوی له منځه ځینو سرچینو د ځنډېدو لامل له ښځینه واکسیناتورانو سره د محرم نه موجودیت یاد کړی و.

اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو ناروغۍ پکې لاهم نه ده ختمه شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان له شمېرو سره سم، د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند چې نن کومه ویډیو خپره کړې، دا شمیرې یې رد کړې دي.

تر دې وړاندې روغتیايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و، چې د روان لمریز کال پرمهال یوازې په کندهارې کې ګوزڼ ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ناروغۍ مثبتې پېښې په ارزګان، هلمند، کونړ او نورستان کې هم ثبت شوې دي.

تېر کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ټولې د هیواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.