د «له پولیو څخه پاک افغانستان» پاڼه وایي چې په هېواد کې به د څو واکسینونو د هممهاله او چټک تطبیق لپاره لس ورځنی کمپاین پیل شي.
یادې پاڼې په اېکس کې په خپره کړې خبرتیا کې ویلي چې دا کمپاین به د سبا (شنبې، د اسد ۱۰مه) څخه پیل شي او لس ورځې به دوام وکړي.
ټاکل شوې ده چې په دې کمپاین کې ماشومانو ته د هغوی د عمر او اړتیا له مخې د پولیو څاڅکي واکسین، د پولیو غیرفعال واکسین، د شري واکسین، پینټاوالنټ واکسین، د سینهبغل واکسین او د نس ناستې (روټاویروس) واکسین ورکړل شي.
پینټاوالنټ یو ګډ پنځهګونی واکسین دی چې ماشومان د ډیفټري (د ستوني او تنفسي لارو انتان)، تورې ټوخې، تیتانوس (د عضلاتو دردناکو او وژونکو انقباضاتو)، هیپاتیت بي (د ځیګر مزمن انتان) او هیموفیلوس انفلوینزا ب (چې د مننژیت او سینهبغل لامل کېږي) پر وړاندې خوندي کوي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې پولیو یا د ماشومانو فلج په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
وروستۍ پېښې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کونړ ولایت د ناري ولسوالۍ او د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې وې.
