تماس با ما

    نام شما (الزامی)

    ایمیل شما (الزامی)

    موضوع

    پیام شما

    1. از چاشت روز یک شنبه طالبان بر قریه سرون که در یک کیلومتری مرکز ولسوالی یفتل پایان قرار دارد حمله کرده و در ساعت دوزاده شب گذشته قوماندان گل محمد یکی از قوماندان های خیزش مردمی وپسر شان را همرا با یک نفر از محافظان شان به شهادت میرسانند و یک نفر را اسیر کرده و سه نفر دیگر را زخمی ساخته اند این در حالی است که حکومت محلی بدخشان و لوای اردوی ملی هیچ نوعه تحرکات نظامی و نیروی کمکی برای نجات جان مردم بیچاره نفریستادند اگر دولت توجه خواص به این موضوع نداشته باشد احتمال سقوط مرکز ولسوالی یفتل پایان در آینده نزیک میرود.
      امیدواریم با صداقت و حس وطن دوستی تان این خبر را پوشش دهید

    2. سلام
      من از شما خاهیش میکونم یک جلسه یا گزاریش با وکلایی بهسود و بیل خصوص وکلایی مرکز بهسود در باری آب های کو بابآ و تکاب یا تو. چرا این هاه یک پیشنهاد بند آب و برق درین منتقه نمیته و پیگری نمیکونه؟؟؟؟؟؟؟ این بند میتانه بهسود بروی سعتی بوبره. ایجاد کارخانه ها ، استخراج معادن، تولید ماهی، جزبی توریستی و مردم از برق شان استفاده کردن.
      یک خآشی عاجیزانه از شماه درین باره با انهاه سوبد کنید.
      تشکر حسین بهسود.

    3. ادمین گرامی خبرگزاری اطلاعات روز ، سلام ، وقت شما بخیر ، بنده در حوزه فرهنگ ، رسانه ، ارتباطات ، جامعه شناسی ، نشانه شناسی و فلسفه یادداشت های علمی می نویسم ، در صورتی که حضرتعالی تمایل به درج یادداشت ها در خبرگزاری داشته باشید ، می توانم برایتان ارسال نمایم.

    4. مونږ جګړه ګټلاى شو، خو سياست نه!

      د عبدالوحيد “وحيد” ليکنه!

      ایا مونږ په رښتيا سوله غواړو او که د سولې تر عنوان لاندې واک؟ ايا مونږ په رښتیا د ولسواکي پلويان يو، که د ولسواکي په نوم ځانواکي؟ ايا زمونږ سياسي مشران رښتيا هم ملي اجندا لري که د ملي اجندا تر شا شخصي ګټې لټوي؟ ايا مونږ ته د تيرو دوو لسیزو لاسته راوړنې رښتيا اهميت لري او که دا خبره يوازي په واک کې د پاتې کېدو بانه ده؟ ايا مونږ رښتيا په خپله د خپلو ستونځو د حل وړتیا لرو که دغه خبره مو تش شعار ده؟ ايا زمونږ ظاهري خبرې شعارونه او احساساتي ويناوې رښتيا هم زمونږ د موخو هنداره دي او که اصلي خبره بل څه ده؟

      د “رښتيا” ټکي تر شا هغه حقیقتونه پراته دي چې زمونږ سیاسي مشران ورته په ريښتينې توګه د ژمنتیا احساس هم نلري. سولې ته د رسیدو لپاره د سولې بنسټیزو موخو او ارزښتونو ته پياوړۍ تعهد درلودل اساسي شرط ګڼل کېږي. هغه تعهد چې زمونږ مشران يې نلري. د ملت له خيټې څخه راپورته شوې ملي مشران نلرو. چا د دين، چا د ديموکراسي، چا د هېواد، چا د ژبې، چا د قوم او سمت تر چتر لاندې لاندي شخصي دوکانونه پرانستي دي. مونږ په ملي کچه يوه ستر بدلون ته اړتیا لرو.

      د ژور تأسف ځاى دى چې مونږ د نړۍ په کچه د علم او ټيکنالوژي په برخه کې له پرمختګونو سره سره له نړيوالو سره د سيالي او اوږه په اوږه د تلو وړتیا نلرو. يو وخت به علم د مؤمن ميراث ګڼل کيده، مګر اوس دغه ميراث له مونږ څخه نورو خلکو خپل کړى دى. مونږ د علم فن او معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې پاتي يو.

      شک نشته چې طالبان د افغاني ټولنې د ټولنيز وجود خورا مهمه برخه ده او له هغوى پرته زمونږ ټولنيز وجود نيمګړۍ دى. هغوى هم لکه بل هر افغان د هيواد او ولس د راتلونکي په هکله په پریکړو کې برخه اخیستى شي، نيوکې کولاى شي اندېښنې څرګندولای شي او په ملي کچه په سياسي بدلونونو کې شريک ګرزيداى شي. د ديموکراسي چيغې وهونکي هغه سهوې باید ومني چې د امريکا لخوا د طالبانو د اسلامي امارت له نسکورېدو وروسته د امريکا او د امريکا ملګرو افغانانو لخوا له طالبانو سره سخت ظلمونه وشول. د دې پرځاى چې د بن په غونډه کې ورته د ګډون دعوت ورکړل شوئ واى، غږ او غوښتنې يې اوريدل شوې واي، له هر ډول دښمنانه نظامي تحرکاتو پرته په خپلو کورونو کې د امریکايانو او حکومتي چارواکو لخوا ونيول شول، ووژل شول و ځورول شول، له هيواد څخه وشړل شول او يا هم امریکا ته د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شول. دغه ډول وحشتونه په هره ټولنه کې غبرګون زيږوي او زمونږ په ټولنه کې يې جګړې وزيږول. ښه بيلګه يې په مسکو کې د ملا فاضل لخوا د دوستم توهين وه او دغه خواشينوکې صحنه د دوستم د هغه مهال ناوړه چلن غبرګون وه چې ملا فاضل امریکا ته د نه سپارلو له ژمنو وروسته دوستم ته تسلیم خو د ژمنې خلاف امریکا ته وسپارل شو.

      مونږ باید ومنو چې مونږ سنجيده مشران نه لرو. مونږ اوږدمهاله اړتیاوې، ګواښونه، نيمګړتياوې، ستونځې او ګټې نشو ارزولاى. په لوړو زده کړو سمبال مشران مو هم احساساتي خبرې او جزباتي پريکړې کوى. مونږ د راتلونکي ترينګلي سياسي امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې لپاره ژورليد نلرو. مونږ بالفعل ګواښ سره د مخ کيدو همت لرو، خو د بالقوه ګواښونو په درک او مديريت کې پاتې راځو. اى کاش چې د جمهوريت مشرانو د امارت له مشرانو سره له تاوتریخوالي څخه د ډک پخواني چلن اوسني زيانونه شل کاله وړاندې ارزولي واى، نو اوس به مو له شته ستونځو سره لاس او پنجه نه نرمولاى.

      په هر حال اوس خبره تر دغې کچې راورسېده چې طالبانو جګړه وکړه او مقاومت يې وکړ. د امریکا په شان ستر ځواکمن هيواد يې ديته اړ ايسته چې له دغې ډلې سره د جګړې پرځاى مذاکراتو ته لاړ شي. د خبرو او بالاخره د خپلو نيرنګي وړتیاو او د لوړې کچې انعطاف په کارولو يې وکړاى شو چې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي او د خپلو تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړه. همدغه شان انعطاف او تنزل د يوه بريالي ملت د ځواکمنتیا نښه او خپلو ملي ګټو لپاره يې ترسره کول فضاحت نه بلکې وياړ ده.

      پوښتنه داده چې که طالبان له امريکا سره سوله کولاى شي، نو ولې دغه کار له افغانانو سره نشي کولاى؟
      که امریکا له دومړه فرعوني مزاج سره سره له طالبانو سره سوله وکړه، نو افغان حکومت باندې څه شوي چې له طالبانو سره سوله نشي کولاى؟ نن لږ شان دسر د خوندیتوب په هيله له طالبانو سره د زړه خواله کوم.

      منم چې طالبانو سينې سپر کړې، د ګوانتنامو تعذيب خونې او د نورو هيوادونو ځورول او کړاوونه يې وزغمل. د جګړې په ډګر کې يې لاس ته راوړنې خپلې کړې، خو د هغوى سياسي وړتیاوې ټکنۍ دي، د خپلو ځوانانو په فکري روزنه کې نيمګړتياوې لري. که اوسنيو سهوو ته دوام ورکړي، نو به يقيناً د سياست په ډګر کې لاس ته راوړنې ونلري. دا نيمګړتياوې يوازي د طالبانو نه، بلکې مونږ ټول افغانان په مسلسله او متواتره توګه له تيرو څو لسيزو راهيسې ورسره لاس او ګریوان يو.

      طالبان اوس هم احساساتي فکر کوي چې ناتو يې ماته کړه امريکا يې په ګونډو کړه، په ټرمپ باندې تليفون کاټ کوي او کله چې د طالبانو پلاوى د مذاکراتو خونې ته راځي نو امريکايان ورته د احترام په توګه ولاړيږي وغېره وغيره . دا هغه فکر ده چې ديرش کاله وړاندې مجاهدینو هم کاوه. مونږ هيڅ وخت په جګړه کې نه يو مات شوى، خو د سياست په پيچلي ډګر مو کله هم بريا نه ده ترلاسه کړې. هر وخت زمونږ د سرښندنو کريډيټ بل چا اخيستى دى.

      طالبانو ته د حکومت په ليکو کې د شته پراخ هر ډول فساد او بې عدالتي له امله د ناهيلي شوي ملت د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خورا ستر فرصتونه شتون لري، خو هغوى د حکومتي اړخ له همدغه تشو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هيڅ ګام نه ده پورته کړى. د بې باوري په رنځ اخته دي. فکر کوى چې ټول مخالفين د هغوى په ليکو کې د اختلاف اچولو هڅه کوي خو واقعيت داده چې په طالبانو کې درزونه او اختلافات زمونږ ولس او هيواد ته يقيناً زيان اړوى. له امريکا سره په سوله کولو او له افغانانو سره په جګړه کولو باندې يې د افغانانو په باور خاورې واړولې.

      له سولې څخه د حکومت په شان هغوى هم ابزاري ګټه اخلي. مجهول او مبهم دريز يې خپل کړۍ ده. د راتلونکي مئ مياشت له پيل وړاندي د امریکا وتلو ته د انتظار او له هغه وروسته د جګړو له لارې د برياو ترلاسه کولو هڅه کوي.

      کيداى شي طالبانو ته د کابل او ارګ نيول شونۍ کار وي، مګر بشپړ باور لرم چې د کابل امنيت خوندي کول خورا ګران کار او د طالبانو د وس خبره نه ده.

      مشوره مو ورته داده چې د کابل د نيولو او د واک د انحصار فکر پريږدي. سولې ته لاره هواره کړي. څرګند دريز غوره کړئ. غوښتنې مو مشخصې او مقابل لوري ته د ميز په سر کيږدئ. د افغانستان خلک اوس نسبتاً د شل کاله وړاندې په پرتله له خورا لوړ سياسي شعور څخه برخمن دي. که طالبان واک هم غواړي، حق يې ده، خو د زور او جګړې له لارې نه، بلکې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې يې ترلاسه کولاى شي. د اسلامي نظام قيام لپاره بايد مبارزه وکړي. ولس يې د واقعي اسلامي نظام مخالفت قطعاً نه کوي او دغه کار به د هغوى د متين عزم او پياوړي ارادې ممثل هم وي. البته که د خپل ولس سيمې او نړۍ په کچه حساسیتونه او نزاکتونه په نظر کې له نيولو پرته غواړي خپل له لاسه وتلئ امارت اسلامي بيا قائم کړي، دا به داسې هغه سهوه وي چې جبران کول به يې ناشوني وي. د طالبانو دغه منطق قياس مع الفارق ښکاريږي چې هغوى لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې بريالي دي، نو په سياست کې به هم بريا ومومي. باید ومنو چې مونږ ټول په ځانګړي ډول طالبان په سياسي لوبه کې مهارت نه لرى. که کفارو اسلام ته د زيان رسولو هڅه وکړه، نو د اسلام په نوم افراطي ذهنيت هم په مختلفو ډولونو زمونږ مقدسات بدنام کړل.

      راځئ! په خپلو منځو کې پر يو بل رحم وکړو. د الله دين ته د دعوت لپاره موعظه حسنه او حکمت وکاروو، تر هرچا وړاندي له خپلو هيوادوالو سره مشترکات ولټوو او د مشترکاتو پربنسټ ورسره سوله وکړو. مونږ هر پردى له هيواد څخه شړلاى شو، خو د هيڅ افغان د شړلو حق نلرو. د هغو خلکو له ناکامې څخه باید زده کړه وکړو چا چې په طالبانو پسې توره راواخيسته او له هيواد څخه يې شړلو ته اړ ايستل. د حذف نفى او شړلو ستراتیژی اوس ناکاره شوې او له وخت څخه تېره ده.
      والسلام. په درنښت.
      عبدالوحيد وحيد ،کابل افغانستان

    5. سلام و عرض ادب
      تشکر از فعالیت های چشم گیر تان.

      جهت ارسال معلومات با در نظر داشت مصون ماندن هویت شخص ، از کدام طریق امکان پذیر میباشد لطف نموده راهنمایی نمایید.

      با تشکر

      1. سلام و درود

        برای ارسال معلومات ویا گزارش‌های تان به روزنامه اطلاعات روز از طریق آدرس https://etleaks.com اقدام کنید.

        * هویت و معلومات شخصی تان کاملا محفوظ است.

    6. سلام من یک مونوگراف تحقیقی در مورد فساد در ادارات دولتی داشتم خوحال میشو م انرا در اختیار شما قرار دهم

    7. سلام
      آگاه شدم این روز نامه خوب کشورم در امر شفافیت و مبارزه بافساد جایگاه نخست را بدست آورده نهایت خورسند شدم مبارک تان باد و ممنون تان ازین که سهم و مسولیت های تانرا به وجه احسن ان ادا می کیند
      موفقیت های مزید تان آرزوست
      با حرمت
      همایون امیری غزنوی
      رئیس بنیاد خیریه پناه

    8. عده ای از مراکز خبری و اطلاع رسانی در افغانستان با پرسش های خیلی جدی و ابهام آور از سوی مخاطبان شان روبرو شده است. اما روزنامه اطلاعات روز با کارگردانی مسوولان ورزیده اش از زمان ایجاد تا حالا در آسمان مطبوعات کشور خوب نه!، خیلی ها خوب درخشیده است و آنچه را این روزنامه می گوید؛ جداً به اطلاع رسانی دقیق و بی طرفانه متعهد است.

    نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *