نورستان کې پر ۵۰۰ اړمنو کورونیو مرستې وویشل شوې

اطلاعات روز: نورستان ولایت کې د افغان رضاکاره ښځو ټولنې له لوري پنځه سوه بې وزله کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول.

د نورستان ولایت د رسنیو له دفتره څخه نن (یک شنبه، ۲۸ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت کامدیش ولسوالۍ کې د افغان رضاکاره ښځو ټولنې له لوري ۵ سوه اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترسره شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريجې، دال، بوره، چاي، همدارنګه کمپلې، ګیس ډبه او نور توکي ورکړل شول.

خبرپاڼې د ځایي طالب چارواکو له قوله لیکلي چې له مرستندویه ادارو سره یې خبرې پیل کړي او تمه ده چې د یادو مرستو لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

خو لا هم په نورستان کې ځینې کورنۍ شکایت لري، چې دا مرستې تر ډېره اړمنو ته نه ورکول کېږي.