د کابل په لویدیځ کې چاودنې؛ امریکا: د بریدونو عاملین باید عدالت ته راکش شي

انځور: ټولنیزې شبکې

کابل کې پر زده کوونکو د خونړي بریدونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي دي.

ګوتریش په یوه ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښوونځیو په ګډون پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو برید د نړیوال بشردوستانه قانون خلاف عمل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د کابل پر«ممتاز» ښوونیز مرکز او «شهید عبدالرحیم» لېسې د وحشتناکو بریدونو په غبرګون کې نړیوالې ټولنې سره یوځای به خپله غوسه څرګنده کړي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د پرونۍ حملې عاملین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ټول افغان ماشومان ددې حقدار دي چې په خوندي توګه او د تاوتریخوالي له ویرې پرته زده کړې وکړي.

په کور دننه غبرګونونو کې د جمعیت اسلامي ګوند د صلاح الدین رباني څانګې پروني بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پروني بریدونه یو ځل بیا ددې ښودنه کوي چې « د طالبانو ډله د هیواد والیو امنیت تامینولو کې پاتې راغلي او دا ددوی ماتې او مدیریتي بې کفایتي ده.»

د جمعیت اسلامي ګوند وايي، پرونیو بریدونو وښوده چې طالبان له خپلو ژمنو سره سره، له نورو ترهګرو ډلو سره تنګې اړیکې لري او افغانستان یې د نړیوالې ترهګرۍ په پټنځای بدل کړی دی.

د کابل په لوېديځ کې د هزاره ګانو سيمه پرون سهار د درېو جلا جلا چاودنو شاهده وه. په دغه چاودنو کې د یوه دولتي ښوونځي او ښوونیز مرکز زده کوونکي په نښه شول.

رسمي سرچينو تر اوسه په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره نه ده په ډاګه کړې. خو د روغتونونو څخه په لاس راغلې شمېرې ښيي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. خو په کابل کې د  طالبانو امنیې قومندانۍ لومړني معلومات ښیي چې په دغه برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته