اطلاعات روز: د نورستان ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې ددوه کورنیو شخصي دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي، چې دوه د یوې کورنې او یو د بلې کورنۍ غړي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن( چهارشنبه۳۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نښته تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په « بر وایګل» سیمه کې د یوې شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، د یوې شخصي دښمنۍ له امله د دوو کورنیو غړو پر یوه او بل ډزې کړي چې په پایله کې یې دواړو لورو ۳ کسان وژل شوي دي.
لټون زیاتوي:« د نورستان په واڼټ وایلګل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله چې له پخوا یې درلوده، تیره ورځ ناوخته دغه دوو کورنیو پر یو بل ډزې کړي، چې پرمهال یې دوه کسان د یوې کورنۍ او یو کس د بلې کورنۍ وژل شوي.»
نوموړی همدا راز وایي، له نښتې وروسته امنیتي مسوولین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
نورستان کې د خلکو ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ پاتې دي چې ډیر کله پر یو بل حملې کوي او له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوړي