نورستان کې د طالبانو رنجر موټر سیند ته لویدلی او ۵ کسان پکې ټپيیان شوي

اطلاعات روز: نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د طالبانو رنجر موټر د زیات سرعت له امله سیند ته لویدلی او پنځه کسان پکې ټپیان شوي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (پنجشنبه،اول د ثور) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، پېښه تېره ورځ د واما ولسوالۍ « ارچڼو پُل» تر څنګ د سیند پر غاړه د طالب ځواکونو د یو رنجر موټر د ګړندي تګ او د سرک د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وایي، د طالب سرتیرو رنجر موټر سیند ته لویدلی او په کې سپاره پنځه امنیتي منسوبین ټپيان شوي دي.

لټون زیاتوي:«تیره ورځ د واما ولسوالۍ د ارچڼو پل تر څنګ د طالب ځواکونو یو رینجر موټر د سرک د خرابوالي له امله سیند ته لویدلی او په پنځه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي، ټپیان په وخت روغتون ته لیږدول شوی او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.»

نورستان کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او دموټر چلوونکو تیز تګ له امله رامنځته کیږي.