کندز کې د سنیانو پر جومات برید؛  ایران: ترهګر په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په کندز ولایت کې د سنیانو پر یوه جومات برید غندلی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه ښيي چې ترهګر په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي.

نوموړي تېره شپه (جمعه، ۲ د غویي) په یوه بیان کې په افغانستان کې وروستي بریدونه، په دې هېواد کې تاوتریخوالي او د ترهګرۍ زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ بللي.

په بیانیه کې راغلي: « په مزار شریف کې د شیعه ګانو پر جومات برید وروسته، په کندز ولایت کې د سنیانو پر جومات برید په ښکاره ډول ترهګر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلولو په لټه کې دي او دا ددوی ناوړه موخې په ډاګه کوي.»

پرون ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د «مولوي سکندر» په جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې لمونځ کوونکو د مدرسې طالبانو سره د ذکر حلقه جوړه کړې وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې د ماشومانو په ګډون ٣٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٣ نور ټپيان دي.

خو ځایي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

مجاهد د پېښې عاملين د «فساد او شرارت» عناصر وبلل او ويې ويل چې ډېر ژر به ونيول شي او سزا به ورکړل شي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «سه دوکان» په جومات کې پر لمونځ کوونکو خونړی برید وشو. په دغه برید کې تر ۱۲۰ ډېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د برید پړه  داعش پر غاړه واخیسته.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندز ولایت په مرکز کې د کندز د هوايي ډګر د کارکوونکو د سپرلۍ موټر په نښه شوی وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي وو. د پېښې پړه داعش ډلې منلې وه.

د سه شنبې په سهار (۳۰ د وري) د کابل لوېدیځ کې د هزاره ګانو سیمه د دریو جلا جلا چاودنو شاهده وه.  لومړۍ چاودنه د ممتاز په ښوونیز مرکز وشوه.  دوه نورې چاودنې، چې ویل کېږي ځانمرګی بریدګر وو د شهید عبدالرحیم لېسې مخې ته وشوې.  په دې چاودنه کې لسګونه زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه