د تېرې اونۍ خونړي بریدونه؛ طالبان: داعش ډله مو ځپلې ده

انځور: ټولنیزې شبکې

د طالبانو حکومت وايي، دغه ډله د داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې بریالۍ شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده د څرګندونو په غبرګون کې، د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن (سه شنبه، ۶ د غویي) ویلي، چې دغه ډله د «ترهګرو ډلو»او د داعش په څیر«پدیدو» د ځپلو لپاره کافي ځواکونه او امکانات لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو په اړه وویل چې د افغانانو د امنیت تامین یوازې د طالبانو مسوولیت دی. خو دغه ډله تراوسه نه ده توانېدلې چې په ځینو سیمو کې امنیت ټینګ کړي.  خطیب زاده زیاته کړې چې ایران چمتو دی چې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې طالبانو ته وسپاري.

دغه راز سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې بریالي شوي دي.

نوموړی وايي، داعش پخوا په افغانستان کې یو ستر ګواښ و، خو اوس په افغانستان کې ښکاره حضور نه لري.

سمنګاني د تېرې اونۍ بریدونه بزدلانه وبلل او ویې ویل، دا ددې ښکارندوی کوي چې ترهګرو ډلو خپل توان له لاسه ورکړی دی.

هغه ادعا کوي چې طالب ځواکونو په کابل، ننګرهار، مزارشریف او کندز کې د وروستیو بریدونو عاملین نیولي او یا یې ختم کړي دي.

د تېرې اونۍ ورځې د افغانستان لپاره خونړۍ وې.

د سه شنبې سهار (۳۰ د وري) د کابل لوېدیځ هزاره سیمه د دریو جلا جلا چاودنو شاهده وه.  لومړۍ چاودنه د ممتاز په ښوونیز مرکز کې وشوه.  دوه نورې چاودنې، چې ویل کېږي د ځانمرګي بریدونو له امله رامنځته شوې، د شهید عبدارحیم لېسې مخې ته وشوې.  په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته چې ډیری یې زده کوونکي وو، مرګ ژوبله واوښته.

د کابل په لوېدیځ کې له بریدونو دوه ورځې وروسته په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې پرله پسې چاودنې وشوې.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې وشوه.  په دغه برید کې تر ۱۲۰ ډېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته.

د جمعې په ورځ (۲ د غویي) غرمه مهال د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې لمونځ کوونکو د مدرسې طالبانو سره د جمعې له لمانځه وروسته د ذکر حلقه جوړه کړې وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، په دغه بريد کې د ماشومانو په ګډون ٣٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٣ نور ټپيان دي. طالبان په داسې حال د تروریستي ډلو په ځپلو کې ځانونه بریالي ګڼي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي. په دې باره کې  لویدیځ والو په وار وار خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه