انځور: ارشیف

هلمند کې د جلا ترافیکي پیښو له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ترافیکي پیښو له امله دوه تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په حواله خبر ورکوي، چې ددغه ولایت په مرکز، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په جلا ترافیکي پیښو کې دوه تنه مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټيیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون هم خبر ورکړی و، چې د اختر شپو او ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۲ کسان د ترافیکي پیښو له امله ټپیان شوي دي.

که څه هم د اختر شپو او ورځو کې ترافیکي پیښې مرګوني نه دي خو، زیاتره ټپیان چې روغتونونو ته وړل شوي تنکي ځوانان دي چې د سفر پرمهال بې احتیاطي کوي.

هر کال د اختر په شپو او ورځو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمیر هیوادوال ژوند له لاسه ورکوي، چې لامل یې د ترافیکي اصولو نه مراعتول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی دی.