ارزګان کې اور لګیدنې ۳ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

اطلاعات روز: په ارزګان کې طالب چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله اور لګیدلی چې له امله یې لس دوکانونه سوځیدلي او درې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنک ريیس ملا محمد اصف وايي، پيښه تيره ورځ (جمعه، ۲۳ د ثور) ماپښين ۰۳:۰۰ بجې د ولسوالۍ په بازار کې د ګاز ډبې د چاودني وروسته رامنځته شوې چې پرمهال يې د ملکي خلکو لس دوکانونو اور اخیستی او ۳ ميليونه افغانۍ زيان ورته اوښتی دی.

نوموړی وايي، په اور لګيدنه کې درې دوکانونه په بشپړ ډول سوځیدلي دي.

محمد اصف وايي، چې په اورلګېدنه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی، خو په خبره یې چې زیانمنو سره به مالي مرستې وکړي.

نوموړی وويل:«دارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې دغه اور د يوې ګاز ډبې چاودني له امله تيره ورځ شاخوا ۳ بجې رامنځته شوی لس دوکانونو سوځیدلي ۳ دوکانونه يې په بشپړ ډول له منځه تللي او شاخوا ۳ ميليونه افغانۍ زيان ملکي خلکو ته رسيدلی دی.»

تردي مخکي بیا په ترينکوټ ښار کې په يوه دوکان اور لګيدلی و چې له امله يې تر يو ميليون افغانيو پوري زيان ملکي کسانو ته رسیدلی وو.