انځور: ارشیف

د غزني په جاغوري کې وسله وال برید؛ يوه ښځه وژل شوې او لور يې ټپي شوې

د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې يوه مېرمن د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوې ده.

یوې ولسي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، اطلاعات روز وزځپانې ته وویل، چې یوه مور او لور تېره اونۍ د پنجشنبې په شپه (۲۲ د ثور) د جاغوري په مرکز«کټه‌سنګ‌ خارکُش» سنګ ماشه، په کلي کې تر وسله وال برید لاندې راغلې دي.

د هغه په ​​خبره، په بريد کې یاده مېرمن وژل شوې او لور يې ټپي شوې چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د برید لامل نه دی څرګند او په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

سرچينې زياته کړه، چې د يادې مېرمنې مېړه په جاغوري کې د سيمه ييزو طالب چارواکو ملګرى او همکار دى او په دې وروستيو کې يې طالبان هم خپل کور ته دعوت کړي وو.

د طالبانو له خوا د امنیت له ډاډ سره سره په ځینو ولایتونو کې لا هم پټې وژنې او نور جنایتونه دوام لري.