ارزګان کې په خپلمنځي شخړه کې يو کس وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ  کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.

يوې سيمه‌ييز سرچيني  اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پیښه تېره ورځ (۲۷ د ثور) د دهراوود ولسوالۍ په «کمکوچ» سيمه کې رامنځته شوې ده.

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند اغا ولي قریشي دغه پیښه تاییدوي او وایي، چې دهراوود کې د خپلمنځي شخړې له امله څلور تنه ټپیان شوي چې یوه یې وروسته ساه ورکړې.

هغه وايي ټپیان د دوی لخوا روغتون ته رسول شوي او دامهال تر درملني لاندې دي.

طالبانو ددغه کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

داپه داسې حال کې ده چې څو ورځي مخکي هم په دغه ولسوالۍ کې د خپل منځي شخړې له امله ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په جنوبي ولايتونو کې خپل منځي شخړې زياتې شوي دي.