د جوزجان ولايت روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.
د جوزجان د عامې روغتيا رييس عبدالغني صميم وايي، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د هغه په وينا، تېره شپه نا وخته شاوخوا ١١ بجې د قوش تېپې ولسوالۍ مربوطاتو کې يوه باربري «مازدا» ډوله موټر اوښتی دی.
په موټر کې سپاره کسان له قوشتېپې ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار پر لور روان وو.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
زیات سرعت، د سړکونو خرابوالی او د ډریورانو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول هغه څه دي چې په هیواد کې د ترافیکي پیښو لامل ګرځي.