هلمند کې ۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې؛ هرې کورنۍ ته ۷ زره افغانۍ ورکړل شوي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، «اې سي ایف یا اې اې ایچ» موسېسې په دغه ولايت کې څه باندې شپږ سوه کورنيو سره د ۷ زره نغدو افغانیو مرسته کړې.

هلمند کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ريیس الله داد انقيادي وايي، چې د يوې سروې له مخې يې نموړې موسېسې ته ۶۰۵ بې وزله کورنۍ په نښه کړې وې چې هغوئ له هرې کورنۍ سره ۷ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

نموړی زیاتوي:«اې اې ایچ موسېسې هرې سروې شوې کورنۍ ته ۷ زره افغانۍ ورکړې او له موږ سر یې وعده کړې چې راتلونکي کې به هم اړمنو کورنیو سره مرستې وکړو.»

ورته مهال هغه کسانو چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي زيات خوشاله دي او زياتوي چې تر سياسي بدلون وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

هلمند کې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې درنه جګړه تېره شوې او همدارنګه پر دې ولایت د وروستیو کلونو وچکالي هم خپره ده چي اوسیدونکي يې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

افغانستان کې واک ته د طالبانو رسيدو وروسته په ټول هېواد کې سختې بیوزلۍ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. د نړيوالو سازمانونو د راپور له مخي دامهال په ټول افغانستان کې نږدي ۹۸ سلنه افغانان له لوږي سره مخ دي او خواړه نه لري.