هلمند کې يو ځوان د يوې جلۍ د تښتونې په تور نيول شوی

اطلاعات روز: په هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په خانشين ولسوالۍ کې یې یو کس د یوې جلۍ د تښتونې په تور نیولی دی.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، تورن کس خلیل نومیږي او د خانشين ولسوالۍ په «مرمجان» سيمه کې نيول شوی دی.

د طالبانو د دغه مسوول په خبره، خليل شاوخوا ۷ مياشتې مخکې د سيدعلي په نوم د يوه کس لور د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ څخه تښتولې وه.

هغه وايي تورن کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ډير ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

په دې ورستیو کې د فقر، بې کارۍ، رواني ناروغیو او ټولنیزو ستونزو له امله دهیواد په جنوبي حوزه کې جینایي پیښې ډیرې شوي او طالبانو یې په اړه هیڅ کوم جدي اقدام نه دی کړی.