هلمند کې ترافیکي پیښه؛ دوه نارینه، څلور ښځې ژوبلې شوي او یوه میرمن مړه شوې

اطلاعات روز: په هلمند کې ولایت کې د ټکټر، موټرسایکل او سراچې موټر د ټکر له امله شپږ تنه ټپيان شوي او یوه ښځه مړه شوې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه ترافيکي پيښه تيره ورځ (شنبه، ۱۴ د غبرګولي) د هلمند ولايت د باباجي ولسوالۍ په «لوچک» سيمه کې رامنځته شوې ده.

هلمندی زیاتوي په دغه پيښه کې څلور ښځي او دوه نارينه ټپیان شوي او يوه بله ښځه مړه شوې ده.

دی وايي چې طالبانو د پیښې ټپیان د هلمند او کندهار روغتونونو ته درملني په موخه ليږلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته تر بل هر وخت په هلمند ولايت کې د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو ګراف لوړ شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په جنوبي حوزه کې ترافیکي پیښې ډیرې شوي چې لوی لامل یې د ډریورانو بې احتیاطي بلل کېږي.