افغانستان زېمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په شپږ ویکټو ماته ورکړه

اطلاعات روز: افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې په شپږ ویکټو ماته ورکړه.

دا لوبه هم د زېمبابوې هیواد په کوربه توب د دې هیواد په هرارې لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

زېمبابوې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ټاکلی هدف د څلور وېکټو په چپه کیده د شلم اور په دویم توپ پوره کړ.

زېمبابوې لوبغاړو له ډلې څخه تر ټولو ډیرې منډې سکندر رضا ۴۵ ، مادیویر ۳۲ او چکباوا ۲۹ منډې د خپلې لوبډلې لپاره وکړې.

د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي نجات مسعود درې وېکټې، راشد خان، محمد نبی او فضل الحق فاروقي یوه–یوه ویکټه واخیسته.

دغه راز د افغانستان لپاره په توپوهنه کې حضرت‌الله ځاځي ۴۵، نجیب‌الله ځدراڼ ۴۴ ناسوځېدلې او رحمان‌الله ګربز ۳۳ منډې جوړې کړې.

یاده دې وي چې افغانستان له دې وړاندې زېمبابوې ته په درې پنځوس اوریزو لوبو کې ماتې ورکړې.