دننګرهار خلک د درملو له لوړو بیو شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې د ناروغیو له زیاتیدو سربیره په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د درملو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوي، چې بیوزله ناروغان یې د اخیستو توان هم نه لري.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي ګل ولي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د عامې روغتیا ریاست پر چارواکو هم نیوکه وکړه، چې په درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څار نه لري او همدا لامل دی، چې بیې لوړې شوي.

 ګل ولي زیاتوي: «ننګرهار کې د پخوا په پرتله د درملو بیې ډیرې زیاتې لوړې شوي او د هر پاکټ ګولیو په بیه کې لس افغانۍ لوړوالی راغلی چې غریب سړی یې د اخیستلو توان نه لري او لامل یې د عامې روغتیا د مسوولینو نه پاملرنه ده، چې هر ډاکټر د درملو بیه لوړه کړې ده؛ زمونږ غوښتنه له حکومت دا ده چې باید د درملو د لوړې بیې مخنیوی وکړي او هم دې خلکو ته په وړیا ډول روغتیایي خدمات وړاندې کړي، څو د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.»

اخوا درمل پلورونکي هم مني چې بیې لوړې شوي خو  وایي، د محصول د څو چنده لوړېدو له امله په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

جاوید په جلال اباد ښار کې درمل پلورنځی لري هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تورخم له لارې دې هیواد ته د درملو واریدولو اجازه ورکړل شی.

دی وایي: «زیاتره درملو ته د تورخم له لارې په اسانۍ اجازه نه ورکول کیږي او یا که کوم درمل هیواد ته راوړل کیږي، نو محصول پرې زیات راځي او همدارنګه په بازارونو کې هم درمل نشته چې له امله یې د درملو بیه لوړه شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.»

درمل پلورونکي وایي، پر درملو د طالبانو له لوري زیات محصول لګیدلی او په بازارونو کې هم درمل کم دي نو د همدې له امله درمل قیمته شوي دي

په ورته وخت کې بیا په ختيځ کې د درمل پلورونکو د اتحاديې مشر ډاکټر نجيب الله صاحبزاده په هیواد کې وروستي سیاسي بدلونونه د دې چارې ستر لامل یادوي، چې  له امله د دوی کارونه هم ټکني شوي دي.

صاحبزاده زیاتوي:«افغانستان د درملو په برخه کې یو واریدونکی هیواد دی او زمونږ زیاتره درمل له پاکستان څخه راځي نو هلته په خپله هم د درملو بیې لوړې شوي او همدارنګه دلته د تورخم له لارې د محصول په برخه کې ستونزې شته چې په درملو زیات محصول راځي نو درمل پلورونکو ځکه د درملو بیې لوړې کړي دي، له حکومت هم غواړو چې د درملو واریدیدو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

روغتیایي چارواکي بیا د درملو د بیو لوړیدل ټول شموله ستونزه بولي او وایي، نه یوازې په افغانستان بلکې په نړیوالو بازارونو کې هم د درملو بیې لوړې شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب په دغه ولایت کې درملو پلورونکو ته خبرداری ورکوي ، چې که په خپل سري ډول يې د درملو بیې لوړې کړې له قانوني چلند سره به مخ شي.

افتاب زیاته کړه:«ټوله نړۍ کې د درملو بیه لوړه شوې او زیاتره درمل له بهر څخه راځي او محصول یې هم لوړ شوی او همدارنګه زیات مصارف پرې هم کیږي نو بیې یو څه لوړې شوي، په دومره کچه هم نه دي لکه څومره چې اوسمهال خلک شکایت کوي او یا یې درملتونو کې بیې لوړې دي؛ که هر څوک د درملو احتکار کوي او یا یې بیې لوړوي له قانوني چلند سره به مخ شي.»

له دې سربیره ولسي خلک ادعا کوي او وایي، هغه روغتیایي مرکزونه چې اوسمهال په لېرې پرتو ولسوالیو کې فعال دي په کافي اندازه درمل او نور روغتیایي امکانات نه لري، چې له امله یې خلک مجبورېږي خصوصي روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې په موخه یوسي، خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.

د هېواد په نورو سیمو کې هم د روغتیا په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، خلکو ته لوی سرخوږی دی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز (وچا) ویليٍ، د افغانستان روغتیایي سکټور سره به ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د بېړنیو مرستو د صندوق له لارې ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه