کونړ کې د بې وخته واورې وریدو له امله ۱۲ ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: د کونړ او نورستان ترمنځ په یوه غرنۍ سیمه کې د سختو وارو وریدو له امله ۱۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نجیب الله حنیف نن (پنج شنبه، ۲ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له تیرو څو ورځو راهیسې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوګل درې اړوند د «کونډ» په سیمه کې د سختو واورو وریدو له امله ۲۷ کورنۍ ایسارې پاتې دي.

هغه وایي، تر اوسه د سختې واورې وریدو له امله هلته ۱۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور یې هم له مرګونې حالت سره مخ دي او سلګونه حیوانات هم تلف شوي دي.

نوموړی همداراز زیاتوي سیمې ته ځایي خلک د مرستې په خاطر ور رسیدلي او امکان لري د مړو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې د کونړ ولایت د عامی روغتیا ریاست عاجلو واقعاتو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندی کولو لپاره د ولایت په کچه پوره اماده ګی لري.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ«کونډ» په نامه یادې غرنۍ سیمه د غربي نورستان سره نیږدې پرته ده چې د اوړي په موسم کې ګڼې کورنۍ خپل حیونات د څرولو په موخه هلته انتقالوي.