انځور: ټولنیزې رسنۍ

سور صلیب: افغانستان کې زلزلې ۲۰۰ زره کسان اغېزمن کړي

اطلاعات روز: د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وایي، داسې اټکل کیږي چې د افغانستان په سویل ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۲۰۰ زره کسانو په ګډون څه باندې ۶۰ زره کورنۍ زیانمنې شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

دغه کمیټې په یوه راپور کې چې نن (دوشنبه، ۶ د چنګاښ) خپور شوی ویلي چې د طالبانو ځايي چارواکو اټکل کړی چې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنګه اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې په زیانمن شویو ولایتونو کې دوامداره باران د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي او د نورو ناورینونو لکه د ځمکې ښویدنې او سیلابونو راوتو خطر یې ډیر کړی دی.

تېره اونۍ د چهارشنبې سهار وختي د ریختر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول.

طالبانو په یاده زلزله د مړو شمیر زر او د ټپيانو شمیر څه باندې ۱۵۰۰ تنه اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، چې د خوست ولایت په سپیره او د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې شاوخوا ۷۷۰ کسان مړه شوي او ۱۴۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د پکتيکا او خوست ولايتونو په ١٤ کليو کې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي. په دغه سیمو کې پاتې کسان اوس بې کوره دي او هیڅ سرپناه نه لري.

د طالبانو سرپرست حکومت د زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره له نړیوالو ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم عام خلکو له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو لړۍ پېل کړې ده.