اطلاعات روز: تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ طالب امنیتي مسوولین وایي، پاکستان ته یې د نږدې ۵۰ زره ډالرو د قاچاق په تور یو کس نیولی دی.
تورخم کې د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي نن (سې شنبه، ۱۴ دچنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې د تورخم کمیسارۍ او انټرپول پولیسو په ګډه د تورخم په دروازه کې ۴۹ زره او ۹۹۰ ډالر نیولي چې پاکستان ته قاچاق کیدل.
د نوموړي په خبره یاد ډالر په سبزي جاتو کې په ماهرانه ډول ځای پرځای شوي وو، چې د کمیسارۍ د مسوولينو له لورې کشف او ونیول شول.
چارواکي وایي، د یادو ډالرو د قاچاق په تور یو کس هم نیول شوی.
له دې وړاندې هم د تورخم له لارې پاکستان ته د ډالرو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي وو.