هلمند کې یو کس د لامبو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز لښګرکاه کې يو کس د هلمند سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د بازګل په نوم دغه کس تيره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د چنګاښ) د مرکز لښکرګاه د بست روغتون سيمه کې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

نوموړی وايي، ياد کس مازديګر څلور بجې اوبو ډوب کړی و چې طالبانو یې دشپې ۰۸:۰۰ بجې جسد له اوبو څخه راوویست.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې هلمند کې د ډوبيدو پيښې زياتې شوي او نږدې هره ورځ يو کس په اوبو کې ژوند د لاسه ورکوي.