هلمند کې د کډوالو عالي کميشنرۍ ۸۲۸ کورنيو ته د نغدو ډالرو ويش پېل کړ

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د کډوالو عالي کميشنرۍ(UNHCR) ۸۲۸ کورنیو ته د نغدو ډالرو ويش پېل کړی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست نن (سې شنبه، ۸ د وږي) په یوې اعلاميه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ لخوا هرې کډوالې کورنۍ ته ۷۰۰ ډالر ورکول کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې مرستې د کډوالو دعالي کميشنرۍ(UNHCR)په مالي او د ودان موسېسې په تخنيکي همکارۍ پر خلکو ویشل کېږي.

دوی زیاتوي، تر دې دمه یې په هلمند کې ۲۲ زره بیوزله کورنۍ چې عاجلو مرستو ته اړتيا لري ثبت کړي دي.

دغه خبرپاڼه ليکي، چې د ثبت شویو اړمنو کورنيو سره به هم په راتلونکي کې د نغدو پیسو، خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې ترسره شي.

هلمند کې داسې مهال پر اړمنو مرستې ويشل کيږي چې تيره شپه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارټین ګریفیټس اندېښنه وښوده چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

هغه وویل: «په افغانستان کې خلک لا هم له سختو ستونزو او ناڅرګندتیا سره مخ دي. نږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت او له ډلې یې ۶ میلیونه د قحطۍ له خطر سره مخ دي.»

د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکي د اګسټ په ۲۹مه امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوس – شاوخوا ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې ۳ میلیونه ماشومان په شدید خوارځواکۍ اخته شي.