انځور: استول شوی

پکتیکا کې درې ماشومان د څه باندې ۱۰۰ مبایلونو د غلا په تور نیول شوي

اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو امنیې قومندانۍ خبر ورکوي، چې د دې ولایت مرکز ښرنه کې یې هغه درې ماشومان نیولي چې د څو ورځو په لړ کې یې له ۱۰۰ ډېر ځیرک مبایلونه له خلکو غلا کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ماشومانو په ښار او ځینو ولسوالیو کې له خلکو ځیرک مبایلونه تر غلا کولو وروسته په اړونده هټۍ والو پلورل، چې نن (دوشنبه، ۲۱ د وږي) یې له ګڼو مبایلونو سره لاس په لاس نیولي دي.

د خبرپانې په حواله چې په دغه قضیه کې دوه هټۍ وال هم نیول شوي دي او ماشومان د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ اړوند د «سېګانې» د سیمې اوسېدونکي دي.

په پکتیکا ولایت کې د غلا او نورو جنايي پېښو په ډېرېدو خلک اندېښمن دي او تر ډېره یې لامل بې روزګاري او اقتصادي ستونزې یادوي.