هلمند کې يو پنځه کلن ماشوم ۵۰ متره برمې ته لویدلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم ۵۰ متره ژورې برمې ته لويدلی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې دغه ماشوم نن ماسپښین (یکشنبه، ۲۶ د وږي) د هلمند کجکي ولسوالۍ د لکن ناوې په «خنجکک» کلي کې د اوبو برمې ته لويدلی دی.

هلمندی وایي، ماشوم ژوندی دی او دوی یې د را ایستلو هڅې روانې کړې دي.

د هیواد په جنوبي ولایتونو په ځانګړي ډول هلمند کې پرلپسې دا ډول پیښې رامنځته کېږي چې د مخنیوي په موخه یې کوم جدي اقدام ندی شوی.