اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړو سره لیدنه کې ژمنه وکړه چې ښځینه متشبثو مېرمنو ته به کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن (پنج شنبه، ۱۱ مرغومې) په ارګ کې د یادې خونې له غړو سره لیدنه کې ویلي، چې دوی ته به کابل او ولایتونو کې د ځمکو ورکړې ترڅنګ د کابل په «چهارچته» او «ماشین خانه» کې ښځینه متشبثینو ته مشخصه برخه ورکړل شي.
ولسمشر غني ویلي: «د هیواد جمهور رییس وویل، ښځینه متشبثینو ته به په کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته یې لارښوونه وکړه چې د ښځو له پارکونو او مارکېټونو څخه باید واضح استفاده وشي. »
په دې لیدنه کې د افغانستان د ښځوو د سوداګرۍ او صنایعو خونې عمومي مشرې افسانې رحیمي ویلي چې دا مهال د رسمي او غیر رسمي شمېرو پر اساس په کابل او ولایتونو کې ۲۴۷۱ متشبثې مېرمنې په انفرادي او ګروپي ډول فعالیت کوي.
هغې د دوی پر کار د کرونا ویروس بدې اغېزې ته په اشارې له ولسمشر غني وغوښتل چې زیانمنو متشبثو مېرمنو سره دې مرسته وشي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني په تشبث کې ولایتي متشبثو مېرمنو ته د پراخ رول ورکولو ترڅنګ په ټینګار سره وویل، د مارکېټ او بازار راتلونکی له ډیجیټل کولو سره اړیکه لري، نو ښځینه متشبثینې باید خپل تشبث له ډیجیټل کولو سره عیار کړي.
