انځور: استول شوی

کونړ کې د تیرحکومت د ځانګړې قطعې یو قومندان ووژل شو

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، چې ناپیژانده کسانو د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د تېر حکومت پرمهال د ملي امنیت ځانګړې قطعې قومندان وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تیره شپه (یکشنبه، ۲۴ د تلې) ناپيژانده وسله والو د دغه ولایت په «ناړۍ» ولسوالۍ کې د تیر حکومت پرمهال د «۰۴ ځانګړې قعطې» قومندان چې حاجي محمد خان نومیده له کوره ویستلی او بیا یې په ډزو وژلی دی.

په ورته مهال کونړ کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي.

دغه راز یوه باوري امنیتي سرچینه بیا وایي، چې یاد قومندان د خپلو ترونو زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر د رامنځته شوې شخړې پرمهال وژل شوی دی.

سرچینه وایي، دواړه کورنیو پر یو بل ډزې کړي چې پرمهال یې نوموړی قومندان وژل شوی.

د هیواد ختیځو ولایتونو کې د طالبانو حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.