اطلاعات روز: تخار کې د طالبان ځایي چارواکي وايي، د دغه ولايت په چاهآب ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان پنځه کارګران د کان ژورې ته د ښکته کیدو پر مهال لوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
تخار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مبین صافي ویلي، پنځو تنو کارګرانو غوښتل چې د یوه واګن او کیبل په کارولو سره د کان ژورې ته ښکته شي، خو د کیبل شلیدلو له امله لویدلي دي.
د صافي په وينا، په دې پېښه کې ټولو پنځه کارګرانو ژوند بایللی دی. دغه پيښه تيره ورځ (شنبه، ۷ د لړم) دچاهآب ولسوالۍ د نورابې کان په انجير کلي کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي صافي زیاته کړې، چې د وژل شویو کسانو جسدونه له تونل څخه را ایستل شوي او وارثینو ته یې سپارلي دي.
د افغانستان په کانونو کې تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي. د کانونو غیر معیاري استخراج د داسې وژونکو پیښو اصلي لامل ګڼل کیږي چې ډیر کله د کارګرانو ژوند اخلي.