اطلاعات روز: د هېواد په شمال ختيځ تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د بنديانو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار (چهارشنبه، ۲۵ د لړم) شاوخوا ۹:۰۰ بجې، د تخار مرکز تالقانو ښار د ښاري محکمې دروازې مخې ته د «ګدام» پر سړک شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې چاودنه د ځای پرځای شوي ماين له امله رامنځته شوې، چې څلور زندانيان يې ټپيان کړي دي. د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې د طالبانو دوه رينجر موټر هم ویجاړ شوي دي.
تخار ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولينو هم د دغې پيښې د رامنځته کيدو پخلى کړى او په دې اړه يې د څيړنو د پيل خبر ورکړى دى.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.