کابل کې یو ملا امام او یو لمونځ کوونکی ووژل شول

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ تایید کړه چې د پلازمېنې په کارته نو سیمه کې د وسله والو په برید کې د جومات ملا امام او یو لمونځ کوونکی وژل شوي دي.

کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملا امام قاري نجیب الله عزیزي نن سهار (پنج‌شنبه، ۲۶ د لړم) له جومات څخه کور ته د ستنېدو پر مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري په یوه برید کې په نښه شوی دی.

د هغه په ​​وينا، په دې بريد کې عزيزي او يو لمونځ کوونکى وژل شوي دي.

ځدراڼ وويل، چې ددغې پيښې په اړه څيړنې روانې دي او عاملين به يې دقانون منګولو ته وسپارل شي.

تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

دیني عالمان تل په هیواد کې د هدفي بریدونو قرباني کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته