انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې يو ماشوم د پیچکارۍ لګولو له امله ساه ورکړه

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې يو ماشوم د ناسمو درملو د تطبیق له امله ساه ورکړې ده.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاګټرمحمدالله روحاني وايي، دغه پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د لیندۍ) د چنارتو ولسوالۍ په «قاسوپ» کلي کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، ياد ماشوم ته يې کورنۍ د يوه ډاګټر څخه پیچکارۍ اخيستې چې د لګولو وروسته ياد ماشوم ژوند بایللی دی.

د هغه په خبره، ماشوم ځکه ژوند له لاسه کړی چې د يادې پیچکارۍ سره يې حساسيت پیداکړی و.

روحاني وایي، چې دوی سيمي ته د څیړنو په موخه يوه کميټه هم ليږلي ده.

تردې وړاندې هم په دغه ولايت کې  د ورته پيښو له امله ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی وو.