په وېره او غربت کې ژوند؛ پخواني نظاميان په څه حال کې دي؟

محمد (مستعار) د جمهوري حکومت د پوليسو په ضربتي قطعاتو کې دنده درلوده او تېر کال افغانستان ته د طالبانو تر راتګ وروسته يې له نورو همکارانو سره يو ځای مهاجرت ته مخه کړه  او خپل ځان يې ايران او بيا ترکيې ته ورساوه. يو مازديګر چې د جامو په ټولولو بوخت و، ناڅاپه ترکي نظاميان د ده د اوسېدلو ځای ته ور ننوتل او په څو دقيقو کې يې ټول هغه کسان ونيول چې په غير قانوني توګه ترکيې ته ورغلي وو. د ترکيې نظاميانو د قانع کولو هڅو کومه پايله ورنه کړه او يوه ورځ له ۴۰ نورو کسانو سره يو ځای افغانستان ته وشړل شو. محمد اوس په پلازمينه کې پټ ژوند کوي او په دې لټه دی چې افغانستان يو ځل بيا د يوه بل هيواد په تکل پرېږدي، ځکه طالبانو څو ځله تعقيب کړی دی.

طالبان ادعا کوي چې د مخکيني دولت کار کوونکي او نظاميان د دوی د رهبر د عمومي عفوې په فرمان کې داخل دي او د دوی ژوند ته هيڅ خطر نشته. خو شمیرې ښيي چې په تېر کال کې د تېر دولت په سلګونه نظامي افراد د طالبانو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او يا هم وژل شوي  دي.

د هرات د ښځینه زندان پخوانۍ مدیره عالیه عزیزي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

انډيپينډينټ فارسي د هرات د ښځينه زندان د پخوانۍ مديرې عاليې عزيزي د کورنۍ په وينا ليکي چې ځايي طالبانو ورته د هغې وژل کېدل تاييد کړي دي او د دې کورنۍ ته يې ويلي، چې د هغې فاتحه وکړي او نور دې په رسنيو کې «چيغې او نارې» نه وهي. عاليه عزيزي تر هغه وروسته ورکه شوه چې تېر کال طالبانو خپلې دندې ته وغوښته او په تېر يوه کال کې يې طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.

عاليه عزيزي يوازينۍ افسره نه ده چې کار ته غوښتل شوې او بيا نيول شوې او وژل شوې ده. د روان کال د حمل/وري مياشتې پر ۲۶مه قاسم قايم چې د کورنيو چارو وزارت د افسرانو مدير و، طالبانو خپلې دندې ته وغوښت، مګر ونيول شو او دوې ورځې وروسته يې جنازه کورنۍ ته وسپارل شوه. د قاسم کورنۍ ادعا کوي چې دی د طالبانو له خوا را ځړول شوی و.

د روان کال د سنبلې/وږي مياشتې پر دويمه د سمنګان د خلم ولسوالۍ د پوليسو پخوانی قومندان قاري قدير طالبانو ونيوه. يوه ورځ وروسته چې د دې ډلې له زندانه ازاد شو، په لار کې د وسلوالو کسانو له کمين سره مخ شو او د کورنۍ له دوو نورو غړو سره يو ځای ووژل شو. د دې پخواني نظامي کورنۍ د نوموړي مرګ د طالبانو کار بولي، خو ځايي طالب چارواکو د ده د مرګ په اړه بې خبري وښوده.

د رسنيو د ارشيف پر اساس، په تېر يوه کال کې په سلګونو پخواني نظاميان د طالبانو له خوا نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. د روان کال په حمل/وري مياشت کې نيويارک ورځپاڼې خبر خپور کړ چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت په لومړيو شپږو مياشتو کې د پخواني دولت ۵۰۰ نظامي او ملکي کارکوونکي د دې ډلې له خوا يا وژل شوي او يا ورک شوي. د طالبانو له خوا يو لړ داسې پېښې شخصي دښمنۍ هم ګڼل شوې دي.

د پخواني دولت د نظاميانو د وژلو او نيولو دوام، د هغوی انديښنې ورځ په ورځ زياتوي. د دې نظاميانو یو شمېر يې له خپلو اصلي سيمو تللي دي او په پټ ډول ژوند کوي.

ذبيح (مستعار)، په تېر نظام کې د يوې ولسوالۍ د امنيت آمر و. يو کال کېږي چې دی خپلې اصلي سيمې ته د غير مسوولو وسله والو له ډاره نه دی تللی. د ده په وينا، پخواني مجرمين اوس په ده پسې دي. د ذبيح په څېر په لسګونو نور هم شته چې نه شي کولای په ازاد ډول ژوند وکړي او له همدې کبله د دوی زيات شمېر نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي.

د امنيتي ستونزو تر څنګ، پخواني نظاميان له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي. صفی الله له طالبانو سره په جګړه کې يوه پښه بايللې. نوموړی په تېر نظام کې له کار کولو معاف شوی و، خو خپل حقوق يې هره مياشت تر لاسه کول. د طالبانو په راتګ سره دی نور خپل معاش نه شي تر لاسه کولای او د خپلې کورنۍ د لګښت برابرولو لپاره په پلازمينه کې کاغذي دسمالونه پلوري.

صفی الله يو له هغو لسګونو پخوانيو نظاميانو څخه دی چې شاقه کارونو ته يې مخه کړې. د دوی يو شمېر اوس په هټیو کې پنډيتوب کوي او ځيني نور يې د خپلو لګښتونو د پوره کولو په موخه په بنايي او ساختماني کارونو کې مصروف دي.

په پخواني دولت کې د هغو نظاميانو کورنيو ته هم معاش ورکول کېده چې د دندې پر مهال به وژل شوي وو. د طالبانو په راتګ سره د دې کورنيو معاش قطع شوی او له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ځيني وختونه خو د دې نظاميانو واړه اولادونه شاقه کارونو او ان فقر کولو ته مجبورېږي.

صفی الله اوس مهال د کابل په سړکونو کې کاغذي دسمالونه پلوري. انځور:اطلاعات روز

د ايران پر لور د کډوالۍ سېلاب

د طالبانو له لوري د دولت تر سقوط او د پخوانيو نظاميانو پر خلاف د طالبانو تر زياتېدونکو تهديدونو وروسته يو شمېر نظاميان د تخليې په پروسه کې اروپايي هيوادونو او امريکا ته يوړل شول او يو شمېر نورو يې يوازې دا کولای شول چې د مهاجرت لپاره پاکستان يا هم ايران انتخاب کړي.

د يو شمېر نظاميانو لپاره پاکستان هم يو امن ځای نه و. د پاکستان د بلوچستان ايالت له مرکز کوټې څخه يو شمېر سرچينو اطلاعات روز ته ويلي وو، چې د پخواني دولت يو شمير نظاميانو او کارمندانو چې دې ښار ته پناه ور وړې وه، د خپلې اوسيدنې له ځايونو نيول شوي او نامعلوم ځای ته وړل شوي دي. همدا راز په دې هيواد کې د يو شمير نظاميانو د ترور کېدو راپورونه هم خپاره شول.

د اطلاعات روز موندنې ښيي چې د پخواني پوځ اکثره جنرالان، د ولايتونو امنيې قومندانان، د امنيت آمران، لوړ پوړي امنيتي افسران او سرتېري ايران ته مهاجر شوي دي. نجيب الله او ورسره نورو ۱۳ ورځې او شپې مزل وکړ او اخير يې وکولای شول چې دې هيواد ته ځان ورسوي. په لار کې يې ان کافي اوبو او خوړو ته هم لاسرسی نه درلود. «د خپل نس د ډکولو لپاره مجبور وو چې د ونو پاڼې وخورو.»

د يو شمېر مهاجرينو لپاره ايران هم وروستی انتخاب نه وو او هغوی هڅه کوله چې يوه ښه ځای ته ځان ورسوي. دا هغه هڅه ده چې ځيني وختونه يې د دوی ژوند هم اخيستی دی.

اوس هم ډېری نظاميان په ايران کې د ابهام او بې برخليکۍ ژوند تېروي. تېر کال وسله والو کسانو د ميلاد (مستعار) ورور وواژه، ده ونه شوای کولای چې د خپل ورور جنازه له نږدې وويني. محب (مستعار) هم په ايران کې د خپل مور په مرګ خبر شو او د مور له بې روحه تنې سره د خدای په امانۍ ارمان يې په زړه کې پاتې شو.

له کوره ليرېوالی يوه مسله، د ځای نه درلودل او اقتصادي ستونزې يوه بله سرخوږي ده چې د افغان پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول نظاميانو لپاره يې فضا تنګه کړې ده. د دې کسانو اکثريت په غير قانوني ډول ايران ته مهاجر شوي دي. کوم کسان چې دې هيواد ته قانوني راغلي دي، مياشتې کېږي چې د هغوی ويزې هم ختمې شوې دي او هغوی مجبور دي چې د خروج د اجازې تر وخته د دې هيواد د مهاجرينو ادارې ته هره ورځ ۲۰۰ زره تومنه (۷۰۰ افغانۍ) ورکړي.

ایران کې په شاقه کارونو بوخت پخواني افغان نظامیان. انځور: اطلاعات روز

يو شمېر نظاميان د خپلې کورنۍ له غړو سره ايران ته مهاجر شوي دي او د هغوی اولادونه د دې هيواد په ښوونځيو کې د داخلېدلو اجازه ځکه نه لري چې د اقامت کارت ورسره نشته. د اقامت د کارت نشتوالي د کار پر شرايطو هم اغېز لري، ځکه د ايران دولت کارځايونو او کاري دفترونو ته ويلي دي چې هغه کسان ونه مني چې د اقامت کارت ورسره نه وي.

باغواني، بزګري، موټرشويي، پيره داري او ساختماني کارونه په ايران کې د پخوانيو نظاميانو بوختياوې دي. خليل (مستعار) چې پخوا په يوه ولايت کې د لوا قومندان و، اوس په يوه موټرشويي کې کار کوي او يو بل ورور يې د غواوو په فارم کې مصروف دی.

کله چې ايران ته له افغانستانه د مهاجرينو سيل ور مات شو نو دې هيواد د روان کال په ثور مياشت کې د مهاجرينو د سرشميرنې او هغوی ته د شپږ مياشتنيو اقامت کارتونو د ويش پروسه شروع کړه. اوس د دې کارتونو موده پای ته رسيدلې او پخواني نظاميان اندېښمن دي چې د اقامت کارتونو د مودې په پای ته رسېدلو سره به افغانستان ته د مهاجرينو شړل نور هم زيات شي.

د روسيې-اکراين په جګړه کې ګډون

تېره مياشت فارن پاليسي مجلې د پخوانيو امنيتي چارواکو په وينا وليکل چې د افغانستان کمانډويي او امنيتي ځواکونه د روسيې او اکراين جګړې ته ګمارل کېږي. همدا راز افغانستان‌ انټرنېشنل د پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو په وينا راپور ورکړ چې د ايران دولت په ځينو افغان نظاميانو د اوکراين په جګړه کې د ګډون نومليکنه کوي.

د افغانستان يو پخوانی امنيتي چارواکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي، چې ۲۲ تنه پخواني نظاميان د روسيې جګړې ته لېږل شوي دي او په تهران کې د روسيې په سفارت کې د رضاکارو افرادو د نومليکنې لړۍ روانه ده. د دوی په وينا، روسيه د هغو نظاميانو ته چې په رضاکار ډول جنګ ته چمتو کېږي، ځانګړي امتيازات ورکوي.

د افغانستان پخواني نظاميان چې په ايران کې له ناڅرګند حالت سره مخ دي، هغوی ته د دايمي اقامت او نورو لوړو حقوقو وړانديز يوه انديښنه پاروونکې موضوع ده. له کومو کسانو سره چې مرکه شوې ده، د هغوی ډېريو ويلي دي چې که روسيه دوی او د دوی کورنيو ته دايمي اقامه ورکړي او لګښتونه يې پرې کړي، چمتو دي چې د اوکراين په جګړه کې د ګډون لپاره د دې هيواد بلنې ته هرکلی ووايي.

يو شمېر نورو په خپلو شخصي هڅو له افغانستانه يا هم ګاونډيو هيوادونو څخه ځانونه روسيې ته رسولي دي، تر څو له دې لارې اروپا ته ولاړ شي. عبدالله دوې مياشتې وړاندې وکولای شول چې د څلورو زرو ډالرو په بدل کې د روسيې سياحتي ويزه واخلي. خو کله چې د مسکو په هوايي ډګر کې د روسيې امنيتي کسان پوه شول چې دی پخوانی نظامي دی، بيرته يې اخراج کړ. عبدالله دوه کاله وړاندې د يوې چاودنې له امله په لاس کې معلول شوی دی او په همدې نښې سره د روسيې امنيتي مامورينو وپېژاند چې دی پخوانی نظامي دی.  کومو کسانو چې اروپا ته د رسيدنې لپاره د روسيې لار غوره کړې وه، د هغوی يو شميېر لا هم په دې هيواد کې پاتې دي، ځکه د روسيې ګاونډيو هيوادونو د پناه غوښتونکو او له دې لارې د تېرېدونکو خلکو اړوند سخت تدابير نيولي دي.

د «مقاومت جبهې» ته ورتګ د پخواني دولت د نظاميانو لپاره يو بل انتخاب وو. د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) په وينا چې د امريکا د دفاعي اطلاعاتو اژانس ويلي دي چې د افغانستان د پخواني دولت د پوځ غړي د کمانډويانو په شمول، د طالبانو ضد «مقاومت جبهې» سره يو ځای شوي. د «مقاومت جبهې» د باندنيو اړيکو مسوول علي‌ميثم نظري د سيګار خبره تاييد کړې او ويلي يې دي چې پخواني ځواکونه د دې جبهې د «ملا تير» دي. د «مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود هم ويلي دي چې دا جبهه غواړي د افغانستان پاشل شوی پوځ راغونډ کړي. پخوانيو نظاميانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې ويلي دي چې که د «مقاومت جبهې» فعاليت پراخ شي او د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړای شي، حاضر دي چې افغانستان ته ولاړ شي او د طالبانو پر ضد جګړه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزرات او يو شمېر اروپايي هيوادونو له خطر سره د مخ افرادو په ځانګړي ډول نظاميانو د انتقال خبر ورکړی دی. خو پخواني نظاميان وايي چې د بشر دوستانه ويزو د اخيستلو لپاره د دوی ټول ايميلونه رد شوي دي او دوی نور پر دې پروسو باور نه لري. د افغانستان پخواني نظاميان، ملګري ملتونه او د بشري حقوقو مدافع بنسټونه دوی ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې نړۍ د دوی پر حالت سترګې پټوي او هڅه يې داده چې د طالبانو «جناياتو» ته مشروعيت ورکړي.