د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په درېیو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ کسان نیولي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مامورینو له لوري د ښځو او نارینه‌وو د ۳۸۹ خپل‌سرو نیونو پېښې ثبت کړې دي.

یوناما په خپل د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په هغه راپور کې چې نن (سه‌شنبه، ۶ د زمري) خپور شوی ویلي، چې په همدې موده کې ۶۵ نورې ښځې او نارینه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مامورینو له ناوړه چلند سره هم مخ شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې، دغه نیونې او ناوړه چلندونه تر ډېره د بې‌حجابۍ د ادعا، د ږیرې او وېښتانو د «لوېدیځ سبک» له مخې د سمولو، او د موسیقۍ د غږولو یا اورېدو له امله شوي دي.

طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د خلکو پر عامه او شخصي ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دې ډلې په خپل د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون کې د ښځو لپاره د ټول بدن پټول لازمي بللي او د ښځو غږ یې «عورت» ګڼلی دی.

طالبانو همدارنګه د نارینه‌وو د ږیرې او وېښتانو هغه ډول سمول چې دوی یې «لوېدیځ سبک» بولي، منع کړي او په وار وار یې ځوانان د همدې دلیل له امله نیولي او ځورولي دي.

دې ډلې د موسیقۍ اورېدل او غږول هم حرام اعلان کړي او څو ځله یې د خلکو د ودونو، خوښیو او مېلو پر مراسمو یرغلونه کړي، چې ګډونوال او تنظیموونکي یې نیولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته