د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې افغانستان په تېر قمري کال کې د ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات او د ۱.۷ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
مجاهد نن (یکشنبه، ١١ د زمري) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ۱۴۴۷ قمري کال (د ۱۴۰۴ د سرطان له ۵مې څخه د ۱۴۰۵ د جوزا تر ۲۶مې) په موده کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، له دې جملې څخه ۱۲ میلیارده او ۱۷۸ میلیونه ډالر واردات او یو میلیارد او ۷۲۲ میلیونه ډالر د هېواد د صادراتو ارزښت و.
مجاهد زیاته کړې چې د هېواد د سوداګرۍ کچه هم د وارداتو او هم د صادراتو په برخه کې لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، تر دې مخکني کال (۱۴۴۶ قمري) کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۱ میلیارده او ۳۶۷ میلیونه ډالر واردات او یو میلیارد او ۷۰۷ میلیونه ډالر صادرات وو.
د مجاهد د مالومالوتو له مخې چې اوس مهال د هېواد ۳۰۰ ډوله کورني تولیدات د ځانبسیاینې (خودکفایۍ) ظرفیت ته رسېدلي او ۱۰۰ ډوله نور کورني تولیدات د نیمه ځانبسیاینې ظرفیت لري.
طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېر کال راهیسې د پاکستان سره د دوی د پوځي نښتو له امله د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې لارې څو ځله تړل شوې دي، چې له امله یې نه یوازې له پاکستان سره سوداګري اغېزمنه شوې، بلکې د همدې لارې د هندي او چینايي توکو ترانزیت هم درېدلی دی.
طالبان د پاکستاني توکو د بدیل لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته مخه کړې، خو د پاکستان ترانزیټي لاره چې نږدې او لږ لګښتي وه، لا هم په عملي ډول بدیله شوې نه ده.
