په بغلان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د دوو شخصي موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت لپاره د طالبانو امني قوماندانۍ ویاند، شیراحمد برهاني، باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دا پېښه تېره (یکشنبه، ١١ د زمري) د پلخمري ښار د «حسینخېل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په مړو شویو کسانو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.
همدارنګه، د دې پېښې له پنځو ټپیانو څخه درې یې ماشومان دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی.
خو په افغانستان کې ډېر کله د ترافیکي پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو چټک تګ او بېاحتیاطي بلل کېږي.
