هلمند کې ماین چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې ماین چاودنې د دوو ماشومانو ژوند اخیستی او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، دغه پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۴ د مرغومي) غرمه مهال د هلمند موسی کلا ولسوالۍ په «دوآب» کلي کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، چې چاودنه د روسانو د وخت یوه پاتي شوي ماین له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو کوچنی هلک او نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ټپي ده.

د ریاض په خبره، دغو ماشومانو ماین پيدا کړی و، چې خپل کور کې یې د ټکولو پرمهال چاودنه کړې چې د ځاني زیان سربیره یې د دغه کور درې اطاقونه هم نړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ په چاودنه کې یوماشوم وژل شوی اوشپږ ټپیان شوي وو.