ارزګان کې ۲۵۰ قلمه تاریخ تېره او غیر قانوني درمل وسوځول شول

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې ۲۵۰ قلمه تاریخ تېره او غیر قانوني درمل راټول او سوځولي دي.

د ارزګان د عامې روغتيا رياست د فارمسي عمومي مدير سردارمحمد حقيار وايي، چې دوی د تيرو دوو اوونيو په موده کې نږدې ۲۵۰ قلم تر وخت تیر او غير قانوني درمل راټول کړي او سوځولي دي.

ورته مهال بیا دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستيال مولوي فتح خان خبرداری ورکوي، چې که داځل په دې ولايت کې غير قانوني او تر وخت تير درمل له کوم چا سره وموندل شول سخته سزا به ورکړي.

دی زیاتوي، درمل پلورونکي دې د تاریخ تېره او غیر قانوني درملو له پلور او ساتلو کلکه ډډه وکړي که نه سخته سزا به وګوري.

ارزګان کې تل خلکو شکايت کوه چې درملتونو کې تر وخت تير او غير قانوني درمل پلورل کيږي چې له امله يې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د دې ولايت اوسيدونکي اوس د عامې روغتيا د ریاست یاده کړنه ستایي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې هم دغه ډول کړنې جاري وساتي.