د هلمند په سنګين کې د جګړو له امله ويجاړ شوی روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې هغه روغتیایي مرکز بېرته رغولی چې د جګړو له امله ویجاړ شوی و.

د هلمند لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، دغه روغتیایي مرکز د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نموړی زیاتوي، یاد روغتیایي مرکز ۶۰زره کسانو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کوي کولو ظرفیت لري چې ۲۲ تنه ډاکټران او کارکوونکي به خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

ورته مهال هلمند کې د روغتیا پرمختیایې موسېسې (OHPM) ولایتي مسوول ډاکټر یار محمد همدرد وایي، دغه ولایت کې یې د ۷۸ روغیتایي مرکزونو له جملې څخه د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۶ نورو روغتیایي مرکزونه د ترممیم چارې د پشپړیدو په حال کې دي.

بلخوا بیا د سنګین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یاد روغتیایي مرکز  په رغیدو خوښ دي او وایي، مخکې به یې د روغتیا په برخه کې زیاتي ستونزي درلودې، خو د دغه روغتیایې مرکز په بیا جوړیدو سره به یې تر ډیره ستونزې حل شي.

یاده دې وي چې هلمند کې د تېرو جګړو له امله په لسګونه روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي چې له امله یې ډیری خلک صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته