امرالله صالح

امرالله صالح: کابل کې جنایي جرمونه پام وړ کم شوي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، کابل کې جنایي پېښې پام وړ کمې شوې دي.

ښاغلي صالح د نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر فېسبوک خپور شوي مطلب کې ویلي، چې کابل کې پرون ورځ درې تنه په جنایي پېښو کې وژل شوي دي. د ده په وینا پولیسو دغه موضوع تر څېړنې لاندې نېولې ده.

امرالله صالح دغه راز وایي، کابل کې د جنایي پېښو کمېدو سره به هغه سیمې چې ګواښوونکې او ممنوعه وې، اوس ارامې دي.

نوموړي لیکلي: «کابل کې د عمده جرمونو کچه پام وړ کمه شوې ده او هغه سیمې چې پخوا خلکو ته خطرناکې او ممنوعه وې، ارامې دي او مجرمین تېښه کې دي او یا ځپل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کابل کې جنایي جرمونو د خلکو ژوند تریخ کړی و او ډېری له وېرې بېرون نه شو وتلی.

امرالله صالح دغه راز پرون د کابل ښار کارته نو سیمه کې د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان پر موټر چاودنې په اړه چې خپله ودان، دوه نور کارکوونکي او یو بل تن په کې ووژل شول د پلټنې خبره کړې.

ښاغلي صالح ویلي، چې د ضیا ودان موټر چلوونکی ژوندی دی او د هغه خبرې به دوی سره مرسته وکړي، څو رښتیا څرګند شي.