ارزګان کې يو پلار خپل ۱۲ کلن زوی وژلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يو ۱۲ کلن هلک د خپل پلار لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو دامنيې قومندانۍ وياند حافظ مبین وايي، چې دغه پيښه نن (شنبه، ۲۴ د مرغومي) سهار د خاص ارزګان ولسوالۍ په شخ سيمه کې رامنځته شوې ده.

مبین د یاد ۱۲ کلن هلک د وژلو علت ندی په ډاکه کړی.

ورته مهال یوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، چې د عبدالرحمن په نوم دغه هلک د خپل پلار څخه سهواً د تفنګچې د پاکولو پر مهال لګیدلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالرحمن د ترینکوټ ولایتي روغتون ته تر رسیدو مخکې ژوند له لاسه ورکړی.

هیواد کې کورنی تاوتریخوالی او وسلو سره لوبې هغه لاملونه دي چې ډیر کله د داسې پیښو سبب ګرځي.