بدخشان کې «بېسارې یخنۍ» د ۱۱ ماشومانو ژوند واخيست

اطلاعات روز: بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بې مخینې یخنۍ او له کبله یې را پیدا شویو موسمي ناروغیو ۱۱ ماشومان مړه کړي دي.

دغو سرچينو نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې يو ماشوم په فيض اباد ښار او لس نور ماشومان په شهرک بزرگ ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې د سړې هوا او د یخنۍ څخه د را پيدا شويو موسمي ناروغيو له کبله مړه شوي دي.

له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه يوه ځايي سرچينه وايي، چې مړه شوي ماشومان د «رزک»، «فريسک» او «خاک پتاو» ولسواليو دي او عمرونه يې له دريو مياشتو څخه نيولې بيا تر دريو کلونو پورې و.

سرچينه زیاتوي، چې د «خاک پتاو» کلي څلور ماشومان د ولسوالۍ د مرکز کلينيک ته پر لار د يخ له وجې مړه شوي دي.

په همدې حال کې په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال فضل الله حنيف په ياده ولسوالۍ کې د اوو ماشومانو مړينه تاييد کړې ده.

حنيف ويلي: «په دې ورځو کې موسمي ناروغان بيخي زيات شوي او ډېری يې ماشومان دي. اوس مهال د دې ولسوالۍ د کلينيک له ډاکټرانو سره درمل نشته او ناروغان له همدې کبله کړېږي.»

هغه په همدې حال کې ويلي، چې د دې ولسوالۍ په «قرلق» او «پساکوه» کليو کې د يخ له کبله ۱۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو وړاندوينې ښيي چې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې هوا منفي درجه ۳۰ څخه بيا تر ۳۵ پورې ورسېږي. په دې وروستيو ورځو کې سړې هوا د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لسګونو انسانانو او زرګونو څارويو ژوند اخيستی دی.