اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبد اللهيان وايي، چې د هيواد پارلمان یې د اروپايي پارلمان هغې پرېکړي ته چې د ايران سپاه پاسداران يې په تروريستي لړليک کې شامل کړي «متقابل» ځواب ورکوي.
ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې نن (يکشنبه، ۲ د سلواغې) يې د سپاه پاسداران له مشر حسين سلامي سره په يوه نا اعلان شوې غونډه کې ليدلي دي.
امير عبداللهيان ويلي: «پارلمان غواړي چې په متقابل اقدام سره د اروپايي هيوادونو پوځي عناصر په تروريستي ليست کې شامل کړي. اروپايي پارلمان پر خپلو پښو ډزې کړي، دا متقابل ځواب دی.»
د اروپايي پارلمان استازو تېره اونۍ د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره د اروپايي اتحاديې د «تروريستي» سازمانو په فهرست کې د سپاه پاسداران د شاملولو غوښتنه وکړه.
اروپايي پارلمان په تروريستي سازمانونو کې د سپاه پاسداران د نوم زياتولو يا قانوني تصويب واکونه نه لري.
د دې پارلمان په وروستي پرېکړه ليک کې د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو او اجرايوي بنسټونو غوښتنه شوې چې د سپاه پاسداران نوم، ورسره تړلي نيمه نظامي ځواکونه او سپاه قدس دې په تروريستي فهرست کې ور زيات شي او د سوداګرۍ په شمول دې پر هر ډول اقتصادي او مالي فعاليت بنديز ولګول شي.