الماني ډاکټران د هغو ماشومانو د درملنې لپاره کابل ته راځي چې د هډوکو ماتېدو په ناروغۍ اخته او یا سوځېدلي وي

اطلاعات روز: افغان سره میاشت ټولنه وايي، ټاکل شوې چې د جرمني د سولې کلي ډاکټران د هغو ماشومانو د درملنې لپاره کابل ته راشي چې د هډوکو ماتېدو په ناروغۍ اخته او یا سوځېدلي وي.

د سرې میاشتې په وینا، دا ډاکټران سږ کال د سلواغې له ۲۰مې تر ۲۵مې د ناروغ ماشومانو معاینه، تشخیص او ټاکنه پیلوي.

سرې میاشتې نن (دوشنبه، ۳ د سلواغې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کومو کورنیو ماشومان د هډوکو ماتېدلو په ناروغۍ اخته وي، یا هم سخت سوځېدلي وي، هغوی دې پر یادو شویو نیټو مراجعه وکړي.

د ناروغو ماشومانو د منل کېدو لپاره دا شرط ایښوول شوی چې عمر یې باید له یوه څخه بیا تر ۱۱کلونو پورې وي.

په هیواد کې د هډوکو ماتېدلو په ناروغۍ د اخته ماشومانو او سختو سوځېدلو دقیق شمېر څرګند نه دی.

پخوا دا ډول ماشومان د درملنې لپاره له هیواده دباندې وړل کېدل.