د بې وروره نرګس مېړانه

د ژوند لوبه؛ انجلۍ چې په باد کې ورکه نه شوه

خبریال: سهراب سروش

ژباړن: بهادرخان رحماني

یو دویشت کاله وړاندې – په کال ۱۳۵۷ل کې – کابل کې د پوځ یو خوشبینه جنرال، یواځینی کار چې و یې شو وکړي، دا و؛ له کابله وتل […]

یو

د ژوند لوبه؛ انجلۍ چې په باد کې ورکه نه شوه

یو دویشت کاله وړاندې – په کال ۱۳۵۷ل کې – کابل کې د پوځ یو خوشبینه جنرال، یواځینی کار چې و یې شو وکړي، دا و؛ له کابله ووت. هغې وخت کې کابل هغه ایشیدلي دیګ ته پاتې کېده، چې د جګړې اوره توپیر لري او جنرال نه شو کولی، چې د جنګ یاغي لمبې کمې کړي. هغه یواځې وکولی شول خپله ښځه او څلور لوڼې یې موټر ته پورته کړي او د موټر راډیو شېبه په شېبه راپور ورکوو: پلازمېنه کابل، د طالبانو په کنټرول کې دی. د افغانستان ولسمشر ډاکټر نجیب الله نیول شوی دی. خلکو خپل کورونه پرې ایښي.

جنرال خپل کور پرې ایښی و. موټر، جنرال او کورنۍ یې د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ «اغوجان» کلي ته ورسولې؛ هغه ځای چې همدلته زېږېدلی و، د قوم او قبیلې ترمنځه. خو په اغوجان کلي کې جنرال ته له هغې بده پېښه واوښته؛  د ۱۳۷۶ل کال جوزا میاشتې په دریمه، مېرمنې یې پنځم ځل لپاره یوه انجلۍ نړۍ ته راوړه، هغه هم په هغه شپه چې د تره زوی ښځې یې، زوی شوی و. پنځمه لور په داسې کلي او ټولنه کې، چې هلته ښځینه جنسیت یو عیب و او سړي واکي تر پلار واکۍ وزرونه کړي و، یو ښه پېښه نه وه. یو ناخوښه پېښه، چې لامل یې د جنرال ښځه وه. ته وا هغې یو بد کار کړی او باید یې ځواب ووایي.

د کلي ښځې ورته په حیرانتیا ور ټولې شوې وې او هرې یوې یو څه ویلې. یوې وویل: مېړه دې باید دویمه ښځه وکړي. هغې هېڅ نیوکه و نه کړه. بلې په زړه سواندۍ وویل: زما ناوې څلور زامن زېږولي. یو همدا پرون شپه. څنګه ده، چې د هغې زوی ته واخلې او لور دې موږ ته راکړې؟ ښه وړاندیز و، هېڅ مخالف یې نه درلود، ان د هغې ماشوم مور هم مخالفت و نه کړ. خو د جنرال مېرمنې وویل: نه، زما د مېړه که خوښه وي، دویمه او درېیمه ښځه دې وکړي. زه مې خپله لور په زوی نه بدلوم.

اخوا، د قوم مخور او مشران ټول شوي ول، څو په هماغو لومړیو شېبو کې جنرال ته بله ښځه خوښه کړي. هغه کار، چې معمول، شرعي او رواج و، خو جنرال له انتظاره لېرې د قوم سړیو ته یو څه وویل، چې نه رواج و او نه هم عادي. هغه وویل: زه دویمه ښځه نه کوم او زیاته یې کړه: زما لور به د قوم له هر زویه مخکې شي. څو ورځې وروسته جنرال په خپلې دې لور له نورو لوڼو – فرشته، ولوله، ډیوه – یو بل څه ټاکي، چې د مونث یا ښځتوب نښه و نه لري؛ «نرګس»

خو په اغوجان کلي کې د ښځو زورونه دومره هم ساده نه وه، لکه د هندي فلمونو په څېر د پلار یو دوه ډیالوګونو سره د نرګس مور ترې خلاصه شي. سړي واکي هلته د هغه سړي د غوښین مټ په څېر وه، چې د تاریخ له لستوڼي راوتې وه او لکه جاذبه یې په هر څه اغېز کاوه. لکه د پراخې او ټولشموله هوا په څېر وه. تل او په هر ځای یې خپل اثر درلود؛ د ښځو په لید، د سړو په خبرو، د جنرال په درکولو، د جنرال مېرمنې پر احساس. پرلپسې ډار یې زېږوه، وسوسې یې رامنځته کولې او فشار یې راووړ څو د دویمې ښځې کول او یا لور په زوی بدلول رښتیا شي. د هغو ټولو فشارونو پر وړاندې د دوی مقاومت او درېدنه لکه پر سړې اوسپنې د سندان وهل ول. میاشتې تېرې شوې وې، خو کیسې روانې وې، پراخې شوې وې، له اغوجان کلي تر کابله. د سړي واکۍ او زن ستیزۍ توره وریځ له کابله تر اغوجانه د طالبانو او حزب اسلامي د واکمنۍ او بدبختۍ تر سیورې لاندې وې او جنرال اړ شو، چې خپل کلي کې له یو کال ژوند تېرولو وروسته، بیاځلي له خپلې کورنۍ سره وتښتي؛ دا ځل د پاکستان کوېټې ته.

جنرال په کویټې کې، جنرال نه و، یو ساده کاریګر و، چې کار یې کوو او په سختۍ یې ورځې تېرېدلې. هغه ورځنی کار چې په کې د خوښۍ هېڅ داسې څه نه و، یواځې راتلونکي ته هیله. ورځې، اوونۍ، او میاشتې راتلونکي ته روانې وې. لمر له هر ښکته کېدو بېرته را خاته. شپې ورځې ته رسېدې او ورځې شپو ته ورتلې. کلونه تېر شول. امریکا پر افغانستان برید وکړ، طالبان خپل تاج او تخت بایلود. ډېریو یې د ډیورنډ کرښې هاغاړې ځنګلونو ته شا تګ وکړ او ځینې یې د «تورې بوړې» تور غار په ساتلو اخته شول. راتلونکې له لارې رسېدلې وه. جنرال له خپلې کورنۍ سره کابل ته راګرځېدلي ول. د کابل «ارزان قیمت» سیمه کې یې واړول. لوڼې یې ښوونځۍ کې شاملې شوې. جنرال بیا نظام ته ننوت. ۱۶ کاله تېر شول.

دوه

اغوجان کلي کې د یوې انجلۍ او یو هلک له پیدا کېدو ۱۶ کاله وروسته، لمر له ختیځه د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په «اخوندخېلو» کلي کې راپورته کیږي. په دې وخت کې یو تن چې د باروتو یو دروند واسکټ یې په تن دی، د کور انګړ ته راځي او د ژوند خپل وروستی لمر ویني. هغه په داسې حال کې چې لمر ګوري، ملګرو یې اور لګولی او لوګي یې پورته ځي، اسمان لور ته. هغه ویني چې د پاسه یې اسمان ټول یو رنګ دی؛ روښانه او شین، زړه راښکونکی او اسماني. څه پوهېږم چې هغه په هغې وخت کې څه، څه ته فکر کوو؛ باید فکر یې کړی وی، د دې خاورې تاریخ، د اسمان پوروړی دی. نه پوهېږم، خو ډېره عجیبه ده، چې هغه شېبه کې اسمان او روښنایۍ ته یې نه شکمن کیږي او هغه پورته ورته د شک ځای نه ښکاري.

شېبې وروسته، د هغې ورځې د سهار په شپږو بجو (د ۱۳۹۲ل کال د جوزا میاشتې پنځلسمه)، یوه ځواکمنه چاودنه، ټول اخوندخېل لړزوي. اته کسان هلته وژل کیږي، یو موټر هوا ته ځي او یو کور ځمکې لاندې.

ګړۍ وروسته، اژانسونه لیکي» د ځانمرګي برید یوه ډله پلانوونکي چې زابل ولایت کې یې د ځانمرګي برید پلان درلود، د خپلو چاودیدونکو توکو چاودنې له امله ووژل شول. د طالبانو یو مخکښ غړی ملا سبب الله او د دې ډلې اووه نور غړي د دې چاودنې له وژل شویو دي. د ویلو ده، چې د پېښې ځای کې د ځانمرګو څو واسکټونه او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم موندل شوي. په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.

هیڅوک نه پوهېږي، چې د «نورو څېړنو» پایلې څه راووتې؟ د پېښې جزیات څه ول؟ له ملا سبب الله پرته، هغه نور اووه طالبان څوک ول؟ کومو کلیو کې نړۍ ته راغلي ول؟ څو څو کاله یې عمرونه ول؟ له هغې وروسته نور څه رامنځته شول؟

یواځینې هغه څه چې له پېښې وروسته په لاس کې دي، دا دي چې څو میاشتې وروسته، یو لږ زوړ سړی او یوه لږه بوډۍ ښځه د کابل هوایي ډګر کې له الوتکې راښکته کیږي. الوتکې دا دوه تنه د حج له سفره کابل ته راوړي ول. طالبانو ډلې دا دواړه حج ته لیږلي ول. ځکه چې هغوی دواړو تازه په تازه خپل زوی له لاسه ورکړی و. زوی یې نه د زړه له درده مړ شوی و، نه هم له غره غورځېدلی و، نه هم له پرلپسې او خونړي ټوخیو یې ساه بنده شوې وه او نه هم تر تیر او موټر لاندې شوی و. د هغوی ماشوم هغه مهال له منځه تللی و، چې ملا سبب الله یې د موخې ځای ته د لېږدولو په حال کې وه؛ هغه ځای ته چې باید د بټن په وهلو سره د هغه د بدن حجرې د سترګو رپ سره په دود او سوځېدلي بوی بدلې شوې وی. خو موخې ته له رسېدو وړاندې، بټن په خپله کار کړی و او د چاودنې ټوټې هوا ته تللې وې. نو د دوی شپاړس کلن ځوان زوی په یوې داسې عجیبې پېښه کې له منځه تللی و، چې اوسنیو تېزو رسنیو کې په لنډ صفت «ځانمرګي» یادیږي. ځانمرګی یوه جالبه پېښه ده، چې لامل او عامل یې لکه بد بوی په هوا کې ورکیږي. لکه د هغو دوو حاجیانو ځوان زوی په څېر، چې هېڅ لامل یې نه و. د هغوی زوی وژل شوی و، خو وژونکی یا قاتل یې نه درلود. په قتل یې رسولی و، خو قاتل نه و، غازي و، فدایي و. هغه دواړه د یو «ځانمرګي» مور او پلار ول.

هغوی له هوایي ډګره، د ارزان قیمت سیمې لېږدوونکي موټر ته پورته کیږي او په دې شپه د هغه جنرال مېلمانه کیږي، چې پنځه لوڼې لري. پنځمه لور یې نرګس نومیږي او نرګس په دغه وخت کې د «احمدشاه بابا انجونو لیسې» دولسم ټولګي کې اول نمره زده کوونکې ده. انجلۍ اوس ځان ته ځوانه او ښایسته شوې ده.

انځورګر: ناظم مظهر

درې

نرګس څلور کاله وروسته له هغې چې کورنۍ یې د هغو دوو حاجیانو کوربانه ول، یانې د دې لیک له لیکنې نږدې یو کال وړاندې، د ۲۰۱۸ز کال نووېمبر په نهمه، د کابل پوهنتون ټولېدنې تالار مخې ته ځي. دغه ځای یې د «سټېج ټیډټاک» په نوم په یوې نړیوالې برنامې پوښلی دی. ټیډټاک یو نړیوال پروګرام دی، چې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې پر لاره اچول کیږي. دغه پروګرام لومړی وګړي پېژني او بیا یې ټاکي. ټاګل شوي د یو پروګرام په ترڅ کې د ژوند او د خپل ژوند په ننګونو غږیږي. خبرې په سیمه ییزه ژبه ثبتیږي او بیا وروسته د انګلیسې تورو په لیک د هماغه بنسټ په یوټیوب چینل خپرېږي او له هغه ځایه د ټولو لاس ته ور رسیږي. ټیډټاک، سږ کال د‌ Forward Together Shaping Lives په شعار سره په افغانستان کې پر لاره اچول شوی و. له افغانستانه لسو ویناوالو په کې ویناوې وکړې، چې یوه له هغو «نرګس ترکې» وه.

که څه هم د نرګس وینا تر اوسه د ټیډټاک له خوا په رسمي توګه خپره شوې نه ده، خو د هغې یوه بېلګه چې د نوموړې د وینا پر مهال د یو کس له لوري په مبایل ثبت شوې، په فیسبوک کې شته ده. په هغې ویډیو کې هغه په پښتو ژبه خپلې خبرې داسې پیلوي: «زه پوهېږم، کله مې چې تاسو دلته ګورئ، فکر کوئ چې زه به کوم نوی فکر ولرم یا مې کوم اغېز لرونکی کار کړی. خو نه، زه یوه عادي انجلۍ یم، لکه د افغاني ټولنې ټولو انجونو په څېر. کلي کې پیدا شوې د دغې انجلۍ کیسه، چې په دې سټېج وینا کوي، ډېره اوږده ده. ایا پوهېږئ، چې په افغانې کورنۍ کې په پنځم ځل د یوې انجلۍ پیدایښت څه مانا؟ ایا پوهېږئ، زموږ په ټولنه کې چې یو مور پنځم وار یوه لور وزېږوي، څه سپکې سپورې پرې تپل کیږي؟ ایا پوهېږئ یو پلار چې یواځې یو لور لري، کومو ټولنیزو ستونزو سره مخ کیږي؟»

انځورګر: بشیر غفاري

هغه د خپلو خبرو په دوام د افغانستان په څېر ټولنه کې د خپل ژوند په استناد د انجلیتوب د سپکوالي او ستونزو په مانا داسې غږیږي چې د هرې جملې منځ کې ناست خلک په چکچکو تالار پسې اخلي. څو شېبې وروسته بیا چکچکې نه ښکاري؛ ټول په دقت غوږ دي. هغه وایي: لس کلنۍ کې مې له مور وارېدل، چې پام کې وه چې ما د خپل زیږون په لومړي کال، له خپل تره زوی سره چې په یوه شپه پیدا شوي وو، بدل کړي. اتلس کلنۍ کې د هغه هلک مور او پلار یوه شپه زموږ مېلمانه ول. تازه له حج څخه را ګرځېدلي ول، طالبانو هغوی افتخاري حج ته لېږلي ول. ځکه هماغه هلک چې پام کې و له ما سره یې بدل کړي، زابل ولایت کې یې ځانمرګی کړی و او وژل شوی و… د چکچکو هېڅ غږ نه پورته کیږي، ټول غوږ غوږ دي.

هغې و نه ویل چې ښځې ځانمرګی نه کوي، خو موږ پوهیږو، افغانستان کې له هر ځانمرګي برید وروسته، چې هر ورځ پېښېږي، له څو ټوټو سوځېدلو غوښو او ويښتو لرونکو لمبه شویو سرونو پرته بل څه نه پاتې کیږي. کله چې په دې پېښو کې د ښځو څه نښې نښانې پاتې کیږي، هغه یو ښځينه بوټ وي، چې د چاودنې شدت د ځانمرګي له پښې لېرې غورځولی؛ هغه ځانمرګی چې موخې ته د رسېدو لپاره یې له ښځينه جامو کار اخیستی وي؛ له چادرۍ. ځکه هیڅوک هم فکر نه کوي چې یوه ښځه دې ځانمرګی واسکټ واغوندي.

د ټيډټاک پر سټیج د نرګس ترکې خبرې، هر یوه ته دا مانا درلوده چې «سړیتوب» د «ښځتوب» پر وړاندې د تېږو زمانې میراث دی او نرواکي له تاریخ وړاندې انسان یادښت، داسې حال کې چې موږ د شلمې پیړۍ نیمایي کې ژوند کوو. هغې ځای کې د نوموړې شتون او پر ځان باور هرې ښځې ته دا پیغام رسوو، چې ښځې وړتیا لري، خو چې پرېښودل شي.

څلور

د «ټيډټاک پر ستېج» د نرګس د وینا له یوولسو ورځو وروسته، د بي بي سي نړیوال سایټ، یو لېست خپور کړ، چې له ټولې نړۍ په کې د سلو سپین پوستو او رنګین پوستو ښځو نوم او انځور ځای شوی و. هغه سل ښځې د بي بي سي په ټاکنه، په ۲۰۱۸ل کال کې اثر لرونکې څېرې وې. ۹۰یمه شمېره نرګس ترکې ده. هغه انجلۍ چې افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ لپاره د مبارزې له امله دې ځای ته رسېدلې ده.

د انځور سرچینه: بي بي سي

که نړۍ ته یواځې په سیاسي لید و نه ګورو، دې نوملړ کې، د افغانستان په څېر د ټولنې له منځه د یوې ۲۱ کلنې انجلۍ ځایېدل، چې د دې خاورې له وړتیا لرونکو ښځو سره غږ پورته کوي، کمه لاسته راوړنه نه ده. خو په ورته مهال باید له یاده و نه باسو، چې نرواکي یا د ښځو زورونه، لکه څرنګه چې د خپلې لرغونتیا په څېر زړه ده، لکه د نوې نړۍ په څېر هم پېچلې ده. یانې یواځې افغانستان او یواځې په جنګي حالت کې نه ده، چې جنسیت په یو ډول نفی کیږي، بلکې کله د نړۍ په هر ځای کې، ښځې نادیده نیول کیږي او یا بدې ښودل کیږي. په یاد دې ولرو چې د هالیوډ سینما کارکوونکي په هغومره کچه د سړیو د غړو له ښکارونې سره تړلي، لکه د هرات یو جومات امام چې د جمعې لمانځه کې د خپل لوړ اواز پسې تړلي. ارنولډ شوارتزنګر او ملا محمد عمر په یو مناسبت سره ورونه دي: د جنسیت نفی یا انکار، پر ښځې برلاسی او د نرواکۍ پر بستر پرلپسې واکمني.

خبره د بي بي سي د نوملړ پر سموالي او ناسموالي ده؛ نه غواړم د خلکو پر ټولنیز ژوند د رسنیو ارزښت او اغېز کم ونیسم، خو کله نا کله د رسنیو کړنه، د ګرمو ټاکنو او پراخه پوښښ سره، د عمومي فکرونو سطحي جوړونې په موخه یواځې د اړیکو پیاوړتیا ثابتولو او عاید ترلاسه کولو لپاره دي، خو د دې واقعیت منل د نرګس ترکې له وړتیا هېڅ هم نه کموي.

پنځه

د بي بي سي د نوملړ له خپراوي یوه اونۍ وروسته، ما مېرمن نرګس، ۲۰۱۸ل کې د بي بي سي د سلو اثر غورځوونکو ښځو له ډلې یوې سره، کابل کې د هغې په دفتر « د غربت د درملنې لپاره د ټولنیز عمل موسسه» کې ولیدل. هغه یوویشت کاله عمر لري، پر دریو ژبو پښتو، دري او انګلیسي واکمنه ده. کابل پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ له پوهنځي فارغه شوې او اوس د «د غربت درملنې لپاره د ټولنیز عمل موسسې» حقوقي مشاوره ده. په هغې ورځ اغلې ترکی په داسې حال کې چې په پیاله یې چای څښه، زما سوالونو ته یې هم ځواب وایه. د خپل پلار له ښه والي یې ډېر ویلی. د خپل پلار په اړه له وروستۍ خبرې سره یې، سترګې ډکې شوې. ویې ویل: «پلار مې شپږ میاشتې وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ. له هغې وروسته اړ شو چې په ارزان قیمت سیمه کې خپل کور پرېږدو او د کابل لویدیځ کې یو کرایي کور کې ژوند وکړو. ځکه چې هغې ځای کې له سړي پرته د پنځو ښځو ژوند له ګواښ سره مخ و.»

نرګس له خپل پلار سره
انځورګر: ناظم مظهر

د خبرو په دوام  د هغو کتابونو په اړه وغږیدو، چې دې مطالعه کړي ول؛ لکه «خپله یوه کوټه»، «هغه لیک چې هڅکله ماشوم ته و نه رسېد»، «کمزوری جنس» او … خو وروستیو کې وپوهېدم چې هغه د «ویرجینیا ولف» او «اوریانا فالاچي» پرتله، د «تریزا مور» خوښوي، ځکه ما ته یې وویلې، نږدې راتلونکې کې غواړم یوه یتیم خونه جوړه کړم. موږ دوه ساعته خبرې وکړې. وروستۍ خبره یې چې ما ته وکړه دا وه: «نه غواړم د خپل هغه قومي هلک یا ځانمرګي په اړه په جزیاتو خبرې وشي، ځکه زموږ پر کلي طالبان واکمن دي او ترونو ته مې بیا ستونزه جوړیږي.»