د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو پر مورچلو برید د عراق له حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی دی.
د امریکا ولسمشر له فاکس نیوز سره په مرکه کې د ایران نیابتي ډلې «د نړۍ سرطان» بللی او ویلي یې دي چې غواړي د دغو ډلو پر وړاندې نور خبرداری هم ورکړي.
امریکا او سعودي عربستان تېره شپه د عراق په بېلابېلو ولایتونو کې د حشد الشعبي پر مورچلو هوايي بریدونه وکړل.
حشد الشعبي تایید کړې چې په دغو بریدونو کې یې ۲۰ جنګیالي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، دا بریدونه د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو او د امریکا پر پوځي اډو د ایران پلوه وسلهوالو د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د عراق حکومت تر اوسه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ډونالډ ټرمپ په همدې مرکه کې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه د ایران وروستي برید ته هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران ته به سخت ګوزار ورکړي.
که څه هم د تېرې جمعې راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ نښتې درېدلې وې، خو د امریکا او سعودي عربستان له لوري د حشد الشعبي پر مورچلو بریدونه او په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه د ایران برید دواړه لوري یو ځل بیا د شخړې د بیا پیل کېدو درشل ته نږدې کړي دي.
