د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې «د امریکا او سعودي عربستان هغه تېري کوونکي بریدونه، چې د عراق پر ځینو سیمو، د عراق د رسمي ادارو اړوندو تاسیساتو او ځایونو، او همدارنګه د اربعین حسیني د زائرینو پر موکبونو او تمځایونو ترسره شوي، په سختو ټکو غندي.»
دې وزارت نن (چهارشنبه، ۷ د زمري) ویلي، چې دغه بریدونه «د عراق د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د څلورم بند او د نړیوالو قوانینو د اساسي اصولو څرګنده نقض» ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه بریدونه «په لوېدیځه اسیا کې د جګړې او شخړې د پراخولو لپاره د امریکا او صهیونیستي رژیم د موخو یوه برخه ده.»
دغه وزارت د عراق له حکومت او خلکو سره د ایران بشپړ پیوستون اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې «جګړهپال امریکایي رژیم او په سیمه کې یې ملګري د دغو جنایتکارانه، غیرانساني او پاروونکو اقداماتو د خطرناکو پایلو مسؤل دي.»
امریکا او سعودي عربستان تېره شپه په یوه ګډو عملیاتو کې په عراق کې د ایران د ملاتړو وسلهوالو ډلو پر مورچلو بریدونه وکړل.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې دغه بریدونه د ایران د سپاه پاسداران له لوري د ملاتړ شوو وسلهوالو د ډرون بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي، چې د سعودي عربستان د نفتو تاسیسات او د امریکا پوځي مرکزونه یې په نښه کړي وو.
په عراق کې د ایران ملاتړې وسلهوالې ائتلاف، چې حشد الشعبي نومېږي، ویلي چې په دغو بریدونو کې یې ۲۰ جنګیالي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
حشد الشعبي همدارنګه تایید کړې چې د بغداد، کربلا، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک او دیالې په ولایتونو کې د دوی مورچلې په نښه شوې دي، چې د مرګژوبلې ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
