کونړ کې د هوا سړیدو سره د سینه بغل ناروغۍ له امله د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

اطلاعات روز: دکونړ روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د هوا په سړیدو سره د سینه بغل ناروغۍ زیاتې شوي چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو عامې روغتیا رییس مظفر مخلص وايي، په دې وروستیو کې یوازې په ولایتي روغتون کې د سینه بغل ۲۱۵۲ پېښې ثبت شوې چې له دې جملې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي او ۶۶۹ کسان روغ شوي او پاتې يې تر درملنې لاندې دي.

نموړی زیاتوي په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې هوا ډېره سړه شوې او له امله يې د سینه بغل ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

مخصلص زیاتوي:«په کونړ کې د هوا په سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي او په خاص ډول د سینه بغل ناروغۍ ډیرې شوي، چې زیاتره پرې کوچنیان او میرمنې اخته دي.»

نموړی په دغه ولایت کې د سینه بغل ناروغۍ د زیاتیدو لامل دهوا سړیدل او همدارنګه د کورنیو د غړو له لوري د یخنۍ په موسم کې د روغتیایي لارښوونو نه مراعات کول بولي.

مخلص ډاډ څرګند کړ چې په ټولو روغتونونو کې کافي اندازه درمل او امکانات موجود دي او ناروغانو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

بلخوا د کونړ روغتون یو ډاکټر مولاداد وایي، چې تراوسه په یاد روغتون کې د سینه بغل له امله ۱۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور بستر او تر درملنې لاندې دي.

یو شمېر کسان چې د کورنيو غړي يې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ور وړي، د روغتون له خدماتو راضي دي خو وايي، په روغتون کې د ناروغانو د پایوازانو لپاره مناسب ځای نشته.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسیدونکی شرافت چې لور یې په روغتون کې بستر ده،له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.

د نظر خاوندان بیا په دې اند دي چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او له امله زیاتره کورنۍ د خپلو خونو ګرمولو توان نه لري، نو ځکه ډېر خلک په تېره بیا ماشومان پر سینه بغل ناروغۍ اخته شوي دي.