کونړ کې د کوټې چټ پریوتو له امله د یوې کورنې درې غړي مړه او ۱۳ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: کونړ کې طالب مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د کوټې چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د کونړ لپاره طالبانو د والي ویاند نجیب الله حنیف وایي، چې پېښه تېره شپه (شنبه، ۸ د سلواغې) د شیګل ولسوالۍ په «سورانو» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې کورنۍ ټول غړي په یوه خونه کې ویده وو.

نموړی زیاتوي، د شیرالله په نامه د یوه ځايي اوسیدونکي د کور چت پریوتی، چې له امله یې د هغه درې لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور غړي ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، ټپیان یې په وخت د کونړ ولایتي روغتون ته رسولي او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د ژمي په موسم کې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي چې لامل یې د کورونو زوړوالی او  ورښتونه ښودل شوي دي.