ارزګان کې پر یوې نامعلومې ناروغۍ سلګونه ماشومان اخته شوي

اطلاعات روز: د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې څه باندې ۴۰۰ ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي دي.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم ېې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو له خولې او پزې وینه راځي او نږدې روغتیایي مرکزونه یې له درملنې عاجز شوي دي.

سرچينه زیاتوي، چې ټول ناروغ ماشومان له دریېو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لري.

خاص ارزګان کې ځایي خلک هم د دغه ناروغۍ خبر ورکوي او وایي، د دوی په سیمه کې یاده ناروغۍ تر هغه وروسته راپیدا شوه، کله چې سیمه کې واوره وشوه او د یخ څپه راغله.

خو په ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا ریاست په دومره لوړه کچه پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمير ردوي او وایي، چې ددې ولسوالۍ په سلطان ناوه کې محدود شمیر کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د دوی په خبره، سيمې ته يې روغتيايي ټيمونه ليږلي ترڅو د يادې ناروغۍ په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې تر اوسه د یادې ناروغۍ له امله کوم ناروغ ژوند ندی بایللی.